ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ملا عمر نه شتون به د سولې پر خبرو منفي اغېز  ونه کړي”

“د ملا عمر نه شتون به د سولې پر خبرو منفي اغېز ونه کړي”

author avatar
1 Aug 2015 - 18:41
“د ملا عمر نه شتون به د سولې پر خبرو منفي اغېز  ونه کړي”
author avatar
1 Aug 2015 - 18:41

کابل( پژواک، ١٠زمرى ٩٤): داسې اندېښنې شتون لري چې د ملامحمدعمر مړينه به د سولې بهير زيانمن کړي   خو باورونه دا دي چې د ملا محمد عمر نه شتون به د سولې پر مذاکراتو منفي اغېز  ونه کړي.

د افغان حکومت او طالبانو استازو تر منځ د لومړي پړاو مستقيمې خبرې اترې تېره مياشت د پاکستان په کوربه توب او د چين او امريکا تر څار لاندې په اسلام اباد کې ترسره شوې او ټاکل شوې وه چې د  دويم پړاو مذاکرات د زمري اتمه په چين يا پاکستان کې تر سره شي، خو د ملا محمد عمر له مړينې وروسته  دا خبرې وځنډېدې.

 د راپورونو له مخې، د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله وړاندې د کراچۍ ښار په يو روغتون کې په مرموز ډول مړ شوى دى.

د طالبانو مشر هېڅکله د خلکو په منځ کې ښکاره نه شو او خبرې يې هم  ونه کړې؛ خو د اختر په ګډون په ملي ورځو کې يې د طالبانو له لوري پيغامونه خپرېدل،چې په وروستې ځل د کوچني اختر په مناسبت ملا عمر ته منسوب  پيغام خپور شو چې لومړى ځل يې د جګړې ختمولو لپاره مذاکرات روا بللي وو، چې ولسمشر غني ترې هرکلى وکړ.

 حکومت له طالبانو سره  د سولې  دويم دور  د رسمي خبرو اترو ځنډېدو په اړه اندېښنه وښوده ؛ خو هيله يې وښوده چې دا مذاکرات به په نږدې راتلونکې کې ترسره شي.

کارپوهان وايي چې د ملامحمد عمر مړينه به د سولې بهير پر مذاکراتو ناوړه اغېز و نه ښيندي.

 د سياسي چارو کارپوه يونس فکور وايي چې د ملا عمر مړينه به ددې لامل شي څو طالبان يو ځل بيا تر يو چتر لاندې راغونډ شي او يا به په ډلو ووېشل شي؛ خو د سولې پر بهير منفي اغېز نه کوي ، طالبان به يا د يو دريځ په ډول او يا د بېلا بېلو درېځونو په بڼه د سولې خبرو اترو ته چمتو شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، که ملا عمر دوه کاله وړاندې مړ شوى وي، نو د سولې مخکينۍ خبرې اترې هم  له هغه څخه پرته ترسره شوې دي او اوس يې چې له مړينې څخه پرده پورته شوه ، ښايي د سولې دويم پړاو مذاکرات له يو څه ځنډ څخه وروسته  تر سره شي.

 يو بل سياسي کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند وويل چې پاکستان او شمېر نور هېوادونه غواړي څو د ملا محمد عمر له مړينې څخه ګټه پورته کړي او په ځانګړې توګه پاکستان غواړي چې طالبان په څوو ډلو ووېشي او يوه ډله يې د سولې له بهير سره يوځاى کړي او نورې ډلې  يې د جګړو او مخالفتونو لپاره وساتي.

ځلاند ټينګار وکړ چې ښايي د طالبانو تر منځ اختلافات  به د سولې بهير پر خبرو اترو منفي اغېز وکړي  او دا جريان به  ټکنى کړي  چې داعش او نورې وسله والې ډلې به ترې ګټه واخلي.

 خو وحيد مژده په دې باور دى چې تر اوسه له اصلي طالبانو سره د سولې پروسه نه ده پيل شوې ، پاکستان د خبرو اترو په لومړي پړاو کې هغه کسان  د سولې مذاکراتو ته راوړاندې  کړل ،چې د طالبانو اصلي استازي نه وو او هغوى ادعا کوله چې د ملامحمد عمر اصلي استازي دي، خو ملا عمر دوه کاله وړاندې مړ شوى او په ډاګه شوه چې هغوى درواغ ويلي وو او له ملا عمر سره يې اړيکه نه لرله.

د سياسي چارو ياد کارپوه زياته کړه بايد دولت تصميم ونيسي چې د پاکستان له خوا روانې پروسې ته دوام ورکوي او يا خپله لار اړوي، افغانستان تر اوسه له هر چا سره چې د پاکستان له لوري به ورته معرفي کېده د طالب استازي په نوم چلند کاوه، خو اوس جوته شوه چې حکومت تر دې دمه د طالبانو له اصلي استازو سره خبرې اترې نه دي کړي.

 خو د افغانستان د عالمانو د انسجام غړي شېرمحمد اخندزاده وويل چې د ملا عمر مړينه له دې امله رسوا شوه څو د سولې وروستۍ تونده شوې پروسه  زيانمنه شي.

هغه پژواک ته وويل چې د طالبانو تر منځ درزونه را پيدا شوي او هغوى په څو ډلو وېشل شوي دي ،چې دا به د سولې پر بهير ناوړه اغېز وښيندي؛ خو په راتلونکې کې به د طالبانو له نوي مشرتابه څخه وروسته ، ښايي د سولې خبرې اترې دوام و مومي.

 د سولې عالي شورا غړي ميرمحمد روحاني هم وويل چې د ملا عمر مرګ به لومړي سر کې د سولې پر بهير ناوړه اغېز وکړي ؛ خو د وخت په تېريدو به طالبان منظم او تر يو چتر لاندې راغونډ شي او له يو دريځ څخه به د سولې بهير کې ګډون وکړي.

هغه ټينګار وکړ ، څرنګه چې د خلکو په منځ کې اندېښنې راټوکېدلې دي  د ملا عمر مړينه به د سولې پر بهير اغېز  ونه  کړي.

 د سولې عالي شورا وايي چې د سولې خبرو اترو دويم پړاو به ژر پيل شي او طالبانو هم چمتووالى ښودلى دى.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند ويلي و، چې له ملا عمر سره په لومړي ځل هم خبرې اترې نه دي شوي، بلکې د طالبانو له ډلې سره وې ، همداراز نورې ډلې چې په جګړه کې ښکېلې دي، له هغوى سره مذاکرات شوي  ، د طالبانو استازى معرفي شوى او حکومت ورسره خبرې اترې کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.