ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د پاکستان په اړه د حکومت له دريځ څخه ملاتړ کوي

خلک د پاکستان په اړه د حکومت له دريځ څخه ملاتړ کوي

author avatar
11 Aug 2015 - 16:14
خلک د پاکستان په اړه د حکومت له دريځ څخه ملاتړ کوي
author avatar
11 Aug 2015 - 16:14

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د ولسمشر غني د وروستيو څرګندونو د هرکلي تر څنګ وايي چې افغان دولت دې د پاکستان د لاسوهنو په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وکړي او له پاکستان سره دې اړيکې پرې کړي.

افغان حکومت له څه باندې يوې لسيزې را هيسې هڅه کړې څو له پاکستان سره اړيکې سمې کړي او پاکستان اړ باسي چې په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې رښتينى ګام پورته کړي او د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.

خو نه يواځې د پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅې په دې لار کې بې نتيجې وې، بلکې له تېرو لسو مياشتو راهيسې د ولسمشر محمداشرف غني هڅې هم په دې برخه کې کومه مثبته پايله نه لري.

د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاکستان توغندويي او په هېواد کې په ځانګړې توګه کابل کې خونړي بريدونه ، د دې سبب شول چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو زغم کاسه نسکوره شي.

ولسمشر پرون کابل کې يوې خبري غونډې کې وويل چې پاکستان نه يواځې د افغانستان د سولې په اړه عملي ګامونه نه دي اخيستي، بلکې اوس هم وسله وال مخالفين پاکستان کې د غونډو په جوړولو سره افغانستان ته د جګړې پيغام را استوي.

د نوموړي په وينا، د تېرو دوو مياشتو پېښې دا ښيي چې اوس هم د ځانمرګو بريدونو د روزنې مرکزونه او د بمونو جوړولو فابريکې چې افغان ولس په وينو او خاورز کې لتاړوي، د تېر په شان پاکستان کې فعاليت کوي.

اشرف غني وويل: ” زموږ حقانيت د سيمې هېوادونو ته ثبوت شوى دى او ټول پوهېږي چې د سولې لپاره په رښتيا هڅه کوو، تصميمونه چې پاکستان په راتلونکې اوونۍ کې نيسي، کولى شي چې د دواړو هېوادونو پر اړيکو راتلونکو لسيزو کې اغېز وکړي؛ ځکه د افغانستان خونديتوب او ګټې زموږ اړيکې دي، موږ نور له دې څخه زيات د خپلو هېوادوالو وينه تويېدنه نه شو زغملى چې له بهره رالېږل کېږي او پر موږ تپل کېږي.”

همداراز د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان پر نه همکارۍ نيوکه وکړه او ويې ويل چې افغانستان په خبرو او عمل کې ثابته کړه چې له پاکستان سره د نېکو اړيکو او د مقابل درناوي پر اصل ولاړ دى او افغان حکومت د خلکو له غوښتونو لوړ نور ګامونه هم واخيستل، خو په تېرو لسو مياشتو کې پاکستان په دې برخه کې هېڅ راز همکاري ونه کړه او لا هم وسلخ وال مخالفين په پاکستان کې تمويل او سنبالېږي.

د افغانستان د بېلابېلو سيمو ځينو اوسېدونکو هم د حکومت د چارواکو له څرګندونو ملاتړ کړى.

د کابل يوه اوسېدونکي فدامحمد وويل: ((د افغانستان خلک د پاکستان له دروغجنو ژمنو ستړي شوي، نه طالب شته او نه داعش، ټولې چاودنې او ځانمرګي د پاکستان څارګره اداره تر سره کوي.))

هغه د ولسمشر غني له څرګندونو د ملاتړ تر څنګ وايي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په تېرو ١٣ کلونو کې پاکستان ته بې پايلې سفرونه وکړل، د پاکستان باور يې ترلاسه نه کړ. د ده په وينا د افغانستان خلک د سولې راوستو لپاره د سر قربانۍ ته چمتو دي، خو په هغه صورت کې چې کومه پټه معامله نه وي.

د ماليې وزارت کارکوونکي نور عزيز عزيزي وويل: ((د ولسمشر د نظر هرکلى کوم، خو له حقوقي اړخه بايد په لومړي قدم کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې عريضه وشي، څو يوه قانوني لار وموندل شي.))

هغه وايي، چمتو دى چې د پاکستان پر وړاندې وجنګېږي او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړي.

د ملي شورا يوه کارکوونکي قدرت الله وويل چې د ولسمشر غني د تېرې ورځې څرګندونې د افغانستان د خلکو ليد لورى دى.

هغه وويل: ((پاکستان ترهګري د خپلو ګاونډيانو لکه افغانستان او هند د ځپلو لپاره کارولې ده، د غني د تېرې ورځې څرګندونې د تېر او حتا د کرزي د څرګندونو په پرتله ډاګيزې وې، د افغانستان خلک د غني له څرګندونو ملاتړ کوي.))

هغه زياته کړه: ((د پاکستان ملکي حکومتونه له افغانستان سره د اړيکو د ښه کېدو غوښتونکي وو، خو دا چې په پاکستان کې د سياسي کرښو ټاکنه د هغه هېواد د اردو او څارګر سازمان پر غاړه ده، نو د پاکستان ملکي حکومت نه شي کولاى د پوځيانو د دې ډول سياستونو مخنيوى وکړي.))

د جلال اباد ښار اوسېدونکي او د پوهنې وزارت مامور سيد اختيار وويل: ((افغان ولسمشر په خپلو څرګندونو کې له پاکستان سره د ډيپلوماتيکو اصولو د پابندۍ په برخه کې ټنيګار وکړ او دا ديپلوماسي يې خورا معقوله لاره وه، له ولسمشر غواړم چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په رسمي توګه اعتراض وکړي او له پاکستان سره اړيکې پرې کړي.))

هغه وايي چې افغانستان بايد له هند سره خپلې اړيکې نږدې کړي او هند ته يې اجازه ورکړي چې په ننګرهار، هلمند، کندهار، خوست، پکتيکا او نورو سرحدي ولايتونو کې کونسلګرۍ ولري، ځکه چې دا پر پاکستان د فشار لپاره غوره لاره ده.

د غور ولايت يوه مخور او پخواني جهادي قوماندان محمد صفدر هم د افغان حکومت له نوي دريځه ملاتړ وکړ او ويې ويل که چېرې د حکومت مشران په رښتني ډول له خپلو شخصي ګټو تېر شي او د خلکو تر څنګ ودرېږي، نو خلک هم چمتو دي چې طالبانو او پاکستان ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.

هغه وويل: ((موږ حاضر يو چې د پاکستان پر وړاندې ودرېږو، څو چې پاکستان ته ورته ځواب ورنه کړل شي، له تاوتريخوالي لاس نه اخلي، له دې وروسته بايد مشران او دولتي چارواکي د پاکستان په خبرو ونه غولېږي او که چېرې بيا هم هغوى خپل دريځ ته بدلون ورکوي، خلک به يې پر وړاندې ودرېږي.))

صفدر وايي چې پاکستان د پخواني شوروي د سرو لښکرو پر وړاندې د افغان جهاد له مهاله تر اوسه د افغانستان پر وړاندې رښتينولي نه درلوده او په خپل ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان جګړه روانه وساتي.

د پلخمري اوسېدونکي محمدکمال وويل، د خوښۍ ځاى دى چې د ملي يووالي حکومت مشران له کلونو وروسته د پاکستان پر وړاندې سم دريځ نيسي.

هغه د ولسمشر او اجرايي رييس دريځ ته په اشارې سره وويل: ((د دې خبرو په اورېدو زيات خوښ شوم، اوس حاضر يم چې د پاکستان پر وړاندې وجنګېږم.))

د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي نظرمحمد هم د دواړو مشرانو له څرګندونو ملاتړ وکړ او ويې ويل چې افغانان نور د جګړې زغم نه لري او نه شي کولى چې خپل اولادونه يې د پاکستان په اشاره تر خپلو سترګو لاندې په بې رحمۍ سره ووژل شي.

هغه وويل: ((د پاکستان پر وړاندې جګړې ته حاضر يم .))

د نيمروز ولايت يوهمدني فعال عبدالهادي بيدار وايي: ((د ولسمشر او اجرايي رييس کړې خبرې د خلکو د زړه خبرې دي، خلک د پاکستان له ظم او زياتي نه تر پزې راغلي دي.))

په ورته وخت کې د زابل د مرکز کلات ښار يوه اوسېدونکي ګل محمد د پاکستان پر وړاندې د ملي يووالي حکومت له دريځه ملاتړ وکړ او په دې دريځ د پاتې کېدو ټينګار يې وکړ.

هغه وايي چې د ولسمشر غني وروستيو څرګندونو وښوده چې حکومت نور د هېواد د ورانۍ او خلکو د وينې تويېدو زغم نه لري.

د هرات پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصل غلام صديق هم د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر او اجرايي رييس دريځ رښتينى وباله.

هغه وويل، دا يو واقعيت دى چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له ريشخندي سياست غوره کړى او د ملي يووالي حکومت مشران بايد له دې وروسته دا حقيقت درک کړي.

په ورته وخت کې د کندهار ښار اوسېدونکي حکومت الله وويل، اوس پوهېږي چې په افغانستان کې د جګړې لورى پاکستان دى.

هغه وايي: ((دا يواځې د ملي يووالي حکومت د مشرانو غږ نه، بلکې د ټولو افغانانو غږ دى، په دې دريځ کې خلک هم له دولت سره ولاړ دي.))

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.