کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٤): د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد، په هېواد کې له ملېشه جوړونې سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې له هېواد څخه د دفاع لپاره بايد ملي ځواکونه پياوړي شي.
د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد نن خپل دريځ کابل کې په هغې خبري ناسته کې څرګند کړ چې د دې ګوند مهمو غړيو د پوهنې پخواني وزير ډاکټر فاروق وردګ، قاضي محمد امين وقاد، د پکتيا پخواني والي سترجنرال جمعه خان همدرد، وحيدالله سباوون، همايون جرير او نورو په کې برخه لرله.
د دغه اتحاد په خبرپاڼه کې چې قاضي محمد امين وقاد په ياده خبري ناست کې ولوسته راغلي، په دې وروستيو کې اورېدل کيږي چې د هېواد په شمال او يو شمېر نورو سيمو کې د ځينو ګوندونو او ځانګړو کړيو له خوا وسلې او پېسې وېشل کيږي.
د سرچينې په وينا چې دغه کار د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد اندېښمن کړی دی.
وقاد زياته کړه :”ملېشه سازي په هېواد کې کورني جنګونه رامنځته کوي، خلک ګواښي او د ډېرو فسادونو لپاره لاره پرانيږي ،موږ شاهد وو چې ملېشو ۲۳ کاله دا مملکت له ډېر بد خطر سره مخ کړی وو.”
هغه وويل :”موږ ددې مخالف نه يو چې څوک دې له هېواد څخه دفاع نه کوي خو که څوک غواړي د مخالفينو پر وړاندې ودريږي، نو د ملي ځواکونو په ليکو کې دې داخل شي، نه د يو مستقل حرکت په ډول.”
په دې وروستيو کې د ولسمشر لومړي مرستيال او د ملي جنبش ګوند مشر سترجنرال عبدالرشيد دوستم، د حکومت د اجرايي رياست دويم مرستيال او د “وحدت مردم افغانستان” ګوند مشر محمد محقق او د بلخ سرپرست والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور ويلي، غواړي چې په شمال کې د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه خلک بسيج کړي.
وقاد په نننۍ خبرې ناسته کې دا هم وويل چې د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد په کابل او د هېواد په نور سيمو کې وروستي ترهګريز بريدونه غندي او په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسېدو غوښتونکى دى.
د هغه په وينا، دغه اتحاد له هغو هڅو ملاتړ کوي چې په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره کېږي.
وقاد زياته کړه:” د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد باور لري چې د سولې خبرې بايد د افغانستان د دولت په زعامت او مديريت او د نړيوالې ټولنې او د سيمې د مهمو هېوادونو په ملاتړ تر سره شي.”
د ده په وينا، دغه اتحاد د نړۍ له پياوړو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
هغه وويل چې د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد په هېواد کې د سياسي او اقتصادي فساد او نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې خپل انزجار څرګندوي او له دولتي چارواکو غواړي چې د دې ستونزو د مخنيوي لپاره اړين اقدامات وکړي.
د حزب اسلامي افغانستان يوه برخه د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو سره جګړه کوي، خو د دغه ګوند د شوراګانو اتحاد سياسي فعاليت لري او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې له محمداشرف غني څخه ملاتړ کړى و.
د دغه ګوند بله ډله د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ سياسي فعاليت کوي او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړ.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن