فيروزکوه (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): له کابله تللي پلاوي د غور د لومړنۍ محکمې مشر د رشوت په تور نيولى دى.
دغور ولايت د استيناف محکمې مشر محمد حکيم کونړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د لومړنۍ محکمې مشر عطاء محمد فاروقي نن د فساد او رشوت په تړاو له کابله د سترې محکمې د راغلي پلاوي له خوا نيول شوى دى.
هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د غور د ملي امنيت يوې سرچينې هم وويل چې فاروقي د سترې محکمې د پلاوي له خوا نيول شوى او پوښتنې ګروېږنې ورڅخه پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ وړاندې يوه نجلۍ او هلک د نامشروع جنسي اړيکو په جرم په عام محضر کې د ځايي چارواکو او ديني عالمانو له خوا د غور لومړنۍ محکمې په انګړ سل سل درې ووهل شول او د لومړنۍ محکمې مشر ويلي وو چې دا کسان يې د اساسي قانوني د ١٣٠ مې مادې او د جزا قانوني د لومړۍ مادې له مخې د مجرمينو د اعترافاتو پر بنسټ مجازات کړي دي.
د ويلو ده چې د ١٣٩٣ لمريز کال د سلواغې مياشتې شوې سروې کې د غور د څارنوالۍ او استيناف محکمې په ګډون څو ادارې په لومړۍ درجه او پاتې نورې يې په تيټو درجو فساد کې ښکېلې بلل شوې دي.
دا سروې د ولايتي ستراتيژيک پلان جوړونې ډلې، سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې پلاوې، مدني بنسټونو او ولايتي شورا له خوا تر سره شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن