ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کندوز په لوى لاس دښمن ته سپارل شوى”

“کندوز په لوى لاس دښمن ته سپارل شوى”

author avatar
29 Sep 2015 - 16:00
“کندوز په لوى لاس دښمن ته سپارل شوى”
author avatar
29 Sep 2015 - 16:00

کابل (پژواک، ٧ تله ٩٤): يو شمېر کارپوهان وايي چې د کندوز ښار په سقوط کې سيمه ييز قوماندانان لاس لري او دغه ښار د يوې توطيې په ترڅ کې د طالبانو لاس ته ورغلى دى.

وسله والو طالبانو دوه شپې وړاندې له درنو او سپکو وسلو څخه په ګټې اخيستنې له څو خواوو د کندوز پر ښار بريد وکړ او د پرون ورځې تر مازديګر پورې د کندوز ښار ټولې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

اوس مهال د کندوز ښار پر يوې پوځي ساحې بدل شوى، طالبان او دولتي ځواکونه د تيارسئ په حال کې دي.

د ملي دفاع وزارت اوس-اوس اعلان کړى چې چاڼيز عمليات يې پيل کړي او طالبانو ته تر سختې مرګ ژوبلې له اړولو وروسته يې امنيه قوماندانۍ، محبس او د کندوز ښار حوزوي روغتون له طالبانو بېرته نيولي دي.

يو شمېر کارپوهان وايي چې د کندوز ښار سقوط بېلابېل عوامل لري چې يو يې هم د پردې تر شا معاملې دي.

د پوځي چارو يوه کارپوه عصمت قانع پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم عناصر چې د نظام پر ضد دي، طالبان د پردې تر شا پياوړي کړل او په پايله کې يې د کندوز ښار د طالبانو لاس ته وغورځېد.

هغه وايي چې له حکومت سره له پخوا راهيسې يو شمېر کسانو مخالفت درلود او داسې پروګرامونه يې طرحه کړل چې د کندوز د محبس زندانيان ازاد کړي، څو حکومت طالبان او حزب اسلامي له ځان سره ومني.

يو شمېر ولسي سرچينې وايي چې طالبانو پرون د کندوز زندان د نيولو پر مهال شاوخوا ٤٠٠ زندانيان خوشي کړل چې د هغوى په ډله کې د طالبانو مهم غړي او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي هم شامل وو.

دغه راز د جندالله ډلې يو شمېر طالب پلوه غړي هم چې د کندوز د ملي امنيت په رياست کې زنداني وو، طالبانو له لوري ازاد کړل شوي دي.

قانع وايي، طالبان دومره پياوړي نه دي چې په يوازې سر د کندوز ښار په ولکه کې ونيسي، دا د يو شمېر سيمه ييزو قوماندانانو او د نشه يي توکو د مافيا کار دى.

هغه ادعا وکړه چې ميرعلم او قوماندان پخسه پران استخباراتي عناصر دي او له طالبانو سره نږدې اړيکې لري او دغه مهال يې خپلې پيسې اخيستې او تښتېدلي دي.

د دغه کارپوه په وينا، ميرعلم، نظار شورا او حکومت ته يو شمېر نږدې سرچينې وايي چې د طالبانو، ميرعلم او پخسه پران تر منځ معامله شوې او ميرعلم پر کندوز ښار د طالبانو له بريد څلور ورځې وړاندې د خپلې کورنۍ له غړو او خپلوانو سره له کندوزه تښتېدلى دى.

محمد عمر له هغه وروسته د پخسه پران په نوم مشهور شو چې څلور کاله وړاندې يې د خان اباد په اقتاش سيمه کې د طالبانو پر وړاندې سخته جګړه وکړه او يوه ډله طالبان يې د يوه کور د پخسې د دېوال له نړولو وروسته له منځه يوړل.

د سيمې يو شمېر خلک ياد قوماندان د غيرقانوني وسله والو قوماندان بولي او د هغه پلويان د ملکيانو د ځورولو په تور تورنوي.

د ١٣٩٣ لمريز کال په لومړيو کې د ياد قوماندان موټر د خان اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د سړک غاړې د ماين موخه وګرځېد، چې په پايله کې يې د کورنۍ ١٤ غړي له لاسه ورکړل، خو نوموړي ته په کې زيان ونه رسېد.

ميرعلم هم د طالبانو ضد يو سيمه ييز قوماندان دى چې د خلکو د ملکيانو پر ځورولو تورن دى.

سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې له اوو زرو څخه زيات غيرقانوني وسله وال شتون لري چې له طالبانو سره د جګړې تر څنګ خلک هم ځوروي او يو شمېر يې ان ملکيان هم وژني.

ورته مهال قانع وايي: “داسې شواهد شته چې ان له ياد بريد څخه د ياد ولايت، والي او لوړ پوړو چارواکو هم خبر درلود او له دې وړاندې يې خپلې کورنۍ له کندوز څخه ايستلې دي.”

د هغه په باور، د کندوز والي پر دې سربېره چې يو باتجربه شخص نه دى، د مافيا په ګټه هم کار کاوه او د والي په توګه د دې ډول کسانو ګومارل، په يوه ولايت کې د ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د کندوز والي محمد عمر ساپي په تاجکستان کې دى او تر اوسه پورې کندوز ته نه دى راستون شوى.

يو شمېر نور کارپوهان پر دې باور دي چې د کندوز ښار د يوې معاملې په ترڅ کې طالبانو ته سپارل شوى دى.

د پوځي او سياسي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني وايي: “لويه توطيه شوې او د کندوز ښار په لوى لاس دښمن ته سپارل شوى  او د دولت پنځمه ستن هم په کندوز او هم په کابل کې د کندوز په سقوط کې شريکه ده.”

هغه وويل چې په دغه ولايت کې د ملي امنيت رياست، امنيه قومانداني، د پوليسو او دفاع وزارت د کشف او استخباراتو مديريتونه شتون لري، ايا هيڅوک هم ترې نه و خبر؟ څرګنده ده چې دغه کار په عمده او لوى لاس تر سره شوى دى.

کوهستاني زياته کړه چې يوازې د ملي امنيت رياست په دغه ولايت کې ١٥٠ کارکوونکي لري، ايا دا امکان لري چې د حکومت د فعالو ارګانونو په موجوديت کې سلګونه جګړه ماران ښار ته داخل شي او د کندوز ښار ونيسي.

د ياد پوځي کارپوه په وينا، حکومت ته اطلاعات رسېدلي، خو حکومت پلان جوړ کړى چې وسله وال کسان د ښار دروازو ته راوړل شي او پر کندوز بريد ترسره شي.

هغه وويل: “دغه ګام پورته کول يوه لويه تاريخي تېروتنه ده او يوه منفي پايله به ولري.”

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.