کابل (پژواک، ٨ تله ٩٤): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې له افغان جګړې ترلاسه شوې تجربه به د داعش پر ضد مبارزه کې وکاروي.
اوباما دغه څرګندونې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نړيوال کنفرانس کې کړې دي.
د امريکا ولسمشر وويل: ((موږ په افغانستان او د پاکستان په قبايلي سيمو کې القاعدې ته د يوې بريالۍ تګلارې له امله ماتې ورکړه او دغه تګلاره ډېره ګټوره ثابته شوې ده.))
د هغه په وينا، دوى اوس غواړي چې په عراق او شام کې راپيدا شوې وسله والې ډلې ته له افغان جګړې څخه د ترلاسه شوې تجربې او بريالۍ تګلارې په رڼا کې ماتې ورکړي او دغه تګلاره د داعش پر ضد وکاروي.
اوباما ويلي، په سوريه کې داعش ته هغه مهال ماتې ورکول کېداى شي چې د دغه هېواد ولسمشر بشارالاسد استعفا ورکړي.
دى زياتوي، په سوريه کې د داعش وسله والې ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره اړينه ده چې په دغه هېواد کې نوى ولسمشر وټاکل شي.
د امريکا ولسمشر وايي چې د داعش له منځه وړلو لپاره جدي اقداماتو ته اړتيا ده او په دې برخه کې هره ورځ هېوادونه د داعش پر وړاندې د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد برخه ګرځي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د داعش ډله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې هم فعاليتونه راښکاره کړي دي.
د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون سهار د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په خپله وينا کې د داعش پر فعاليتونو اندېښنه ښودلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن