کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د حقاني شبکې اړوند دوه ځانمرګي يې په کابل کې د ځانمرګي بريد له ترسره کولو مخکې نيولي دي.
د ياد رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو په موخه کابل ښار ته استول شوي وو.
سرچينه زياتوي چې دغو دوو بريدګرو هوډ درلود چې د کابل ښار په نهمه حوزه کې د ګمرکونو د ملي پوليسو پر روزنيز مرکز د رخصتۍ پر مهال بريد وکړي، خو د چاودېدونکو توکو له ځاى پر ځاى کولو وړاندې د ملي امنيت رياست د منسوبينو له خوا په مخامخ نښته کې ووژل شول.
د ملي امنيت رياست وايي، وسله والو مخالفينو غوښتل چې يو ځل بيا په کابل ښار کې زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته او لسګونه خلک په وينو او خاورو ولمبوي چې د ملي امنيت منسوبينو يې مخنيوى وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن