کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٤): د پاکستان د کراچۍ ښار د پوليسو مشر وايي چې د افغانستان په جګړو کې ټپي شوي وسله وال يې د کراچۍ ښار په روغتونونو کې نيولي دي.
د پاکستان د تر ټولو لوى ښار کراچۍ د پوليسو مشر غلام حيدر جمالي دغه څرګندونې د سند ايالت په حيدر اباد ولسوالۍ کې يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې د افغانستان په جګړو کې يو شمېر ټپي شوي وسله وال يې د کراچۍ ښار په روغتونونو کې نيولي دي خو شمېر يې مشخص نه کړ.
نوموړي ګواښ کړى چې د هغو ډاکترانو او روغتونونو پر ضد جدي اقدامات وکړي چې د ټپي وسله والو درملنه کوي.
جمالي ويلي چې دوى د کراچۍ په چاڼيزو عملياتو کې ډېرې مهمې لاسته راوړنې لرلې چې وروسته به يې له رسنيو سره شريکې کړي.
د هغه په وينا، د افغانستان په جګړو کې له نيول شوو ټپي وسله والو يې پلټنې پيل کړې دي.
د کراچۍ د پوليسو مشر ويلي چې په چاڼيزو عملياتو کې يې په القاعدې ډلې پورې اړوند کسان هم نيولي دي.
د يادونې ده، کراچۍ د پاکستان يو له سترو سوداګريزو ښارونو څخه دى، خو په دغه ښار کې د طالبانو او القاعدې وسله والو تر څنګ مذهبي او ژبنۍ شخړې هم رامنځته کېږي.
د دغه ښار د پوليسو مشر په داسې حال کې د ټپي وسله والو د نيول کېدو خبره کړې چې د افغانستان د حکومت چارواکو بار بار ويلي چې د ټپي طالبانو درملنه په پاکستان کې کېږي.
څو مياشتې مخکې ولسمشر اشرف غني پاکستان ته يو ليک استولى و چې په هغه کې يې د ټپي طالبانو د نه درملنې غوښتنه هم کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن