خوست (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د خوست ولايت په اسماعيل خېلو او مندزيو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې شپږ قومي مشران ټپيان کړي دي.
د اسماعيل خېلو او مندزيو ولسوال محمد يونس ځدراڼ د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا يوولس بجې د دې ولسوالۍ په ورزې سيمه کې د قومي مشرانو پر موټر چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، قومي مشران په يو سراچه موټر کې سپاره و چې د ماين چاونه پرې وشوه او له امله يې شپږ تنه ټپيان شول.
هغه زياته کړه: ((دغه قومي مشران خوست ښار ته روان و ترڅو له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې ګډون وکړي.))
د ورزې سيمې اوسېدونکي محمد شفيق پژواک ته وويل : ((ماين په موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوى و کله چې سراچه موټر ورته ورسيده نو د ريموټ په واسطه چاودنه ورکړل شوه.))
د خوست والي حکم خان حبيبي هم پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې ډير ژر به يې عاملين ونيسي.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والو ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن