محمودراقي (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): په کاپيسا ولايت کې له سلګونو بېځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو او کمپلو مرسته وشوه، خو دوى دنورو مرستو غوښتنه هم وکړه.
د دې ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مشر محمد قسيم ملکزاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد ولايت دتګاب او نجراب او د هېواد د نورو سیمو يو شمېر اوسېدونکي د جګړو له امله بېځایه شوي او د کاپیسا مرکز او ولسوالیو کې اوسېږي.
ده زياته کړه، نن د کډوالو ریاست په مرسته د ځینو موسسو له خوا له نږدې ٣٠٠ کورنيو سره د اوړو، وريجو، غوړيو او کمپلو مرسته وشوه.
د نذير په نوم يوه بېځايه شوي پژواک ته وويل: ((موږ له يونيم کال راهيسې د کاپيسا په اول کوهستان ولسوالۍ کې ژوند کوو او له اله ساى ولسوالۍ څخه د جګړې له امله کډوال شوی یو، اوسمهال تر يوې مياشتې پورې دا مرستې کفایت کوي، خو اقتصاد مو خراب دی، حکومت باید نورې مرستې هم له موږ سره وکړي.))
د عطامحمد په نوم بل کډوال چې د پروان د سیاګرد ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې په شپږو میاشتو کې دا لومړى ځل دی،چې له دوى سره د کډوالو ریاست له خوا مرسته وشوه، خوپه دې کمو مرستو د کورنیوهېڅ ستونزه نه حل کېږي، خو بیا هم د دوی د مرستو منندوی یو.
له څو کلونوراهیسې د کاپیسا په اله سای اوتګاب ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي، چې له امله يې په سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.
ديادونې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي نن په پروان ولايت کې له بهر نه د راستنو شويو کډوالو او بېځايه شويو کورنيو د وضعيت د څېړنې پر مهال وويل، چې تر اوسه يې د کډوالو ښارګوټيو د بنسټيزو چارو لپاره د ٢٢٠ ميليون ډالرو ژمنې تر لاسه کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن