کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د حکومت اجرائيه رياست، د ټاکنيزو کمېسيونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې د کار پر بې ځنډه پيل ټينګار کوي او خبردارى ورکوي چې په دې برخه کې هر ډول ځنډ به د ټاکنو ترسره کېدو بهير زيانمن کړي.
د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د هېواد له بېلابېلو پرګنو د رايو له ترلاسه کولو وروسته خپله لس ماده ييزه لومړنۍ وړاندې شوې کڅوړه د وږي په ٨مه په ټاکنيز نظام کې د سمون لپاره حکومت ته وسپارله چې ولسمشر له دې ډلې اووه يې تاييد کړې او د اصلاحاتو کمېسيون ته يې دنده سپارلې چې د دريو تطبيقي مواردو لارښود وپلټي.
د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو غوراوي کمېټې جوړښت چې اووه غړي لري، د دې وړاندې شوې کڅوړې يوه ماده ده او کمېټه اړه ده څو د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په نوم نوي کسان حکومت ته پيشنهاد کړي.
دا کمېټه د يوې ښځې په ګډون د مدني ټولنو له دريو غړو، د سترې محکمې يوه غړي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون يوه غړي، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون يوه غړي او د اداري اصلاحاتو کمېسيون له يوه غړي څخه جوړېږي.
د حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند اصف اشنا وايي چې د دولت د رسمي بنسټونو او مدني ټولنې استازي چې بايد د غوراوي کمېټې غړي شي، مشخص شوي او اجرايي رياست ترې ملاتړ کوي.
هغه نن رسنيو ته وويل، تمه ده چې د چارو اداره ډېر ژر د غوراوي کمېټې د لومړۍ ناستې لپاره ډېر ژر زمينه مساعده کړي، څو خپلې کړنلارې او عملي کار پيل کړي.
اشنا زياته کړه: ((زموږ باور دا دى چې ددې مسئلې په اړه هر ډول تعلل د ټاکنو ترسره کېدو پروسې ته زيان رسوي او د ټاکنو د شا ته کېدو احتمال ډېروي، په هره اندازه چې پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې وځنډېږي، د افغانستان ديموکراتيک بهير ته زيان رسوي.))
د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند وويل چې د اجرائيه رياست غوښتنه دا ده چې ارګ ډېر ژر په دې اړه وروستى تصميم ونيسي، څو د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د وړانديزونو پر بنسټ کار پيل کړي.
د غوراوي کمېټه د خپل کار له پيله وروسته په کمېسيون کې د غړيتوب لپاره د افرادو غوښتنې څېړي او د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته به ٢١ کسه د ټاکنو خپلواک کمېسيون او ١٥ نور د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لپاره ١٥ غړي ولسمشر ته ور وپېژني.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن