ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې اقتصادي کنفرانس او د کورنيو توليداتو نندارتون جوړ شو

په کندهار کې اقتصادي کنفرانس او د کورنيو توليداتو نندارتون جوړ شو

author avatar
17 Nov 2015 - 18:23
په کندهار کې اقتصادي کنفرانس او د کورنيو توليداتو نندارتون جوړ شو
author avatar
17 Nov 2015 - 18:23

کندهار(پژواک، ٢٦ لړم ٩٤):  د کندهار والي د  يو اقتصادي کنفرانس پر مهال   وويل چې  پر بهرنيو مرستو ولاړ او له ګاونډيو هېوادونو څخه له غير معياري وارداتو سره تړلی اقتصاد د هېواد په کچه هغه  ستونزه ده چې حکومتولي يې هم ننګولې ده.

دغه کنفرانس چې د افغان ولسي ټولنې په زيار جوړ شوى وو، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، مرستيال والي عبدالعلي شمسي، له کابل څخه راغلو مېلمنو، د پوهنتون استادانو،  د کندهار او يو شمېر نورو سويلي ولايتونو ملي سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړى و.

په دې کنفرانس کې د چارواکو او د پوهنتون د استادانو له خوا د کندهار د اقتصادي وضعيت په اړه ويناوې   وشوې  او ورپسې د کورنيو توليداتو درې ورځنى نندارتون پرانيستل شو.

د کندهار والي  همايون عزيزي په دې ولايت کې د اقتصادي کنفرانس جوړول يو ښه ګام وباله او ويې ويل د هېواد په کچه عمده ستونزه چې حکومتولي يې هم ننګولې پر مرستو ولاړ او له ګاونډيو هېوادونو څخه له غير معياري وارداتو سره تړلی اقتصاد دی.

د هغه په وينا،   څوارلس کاله وړاندې چې په هېواد کې د نوي حکومت بنسټ اېښودل کېده، د نړيوالې ټولنې له پراخو مرستو سربېره يو داسې اقتصادي بنسټيز پلان جوړ نه شو چې له مخې يې د افغانستان اقتصاد پر پښو درېدلاى واى.

دى وايي، همدې ستونزې ته په کتو په تېرو کلونو کې د اقتصادي ودې لپاره د بنسټيزې طرحې نشتوالي د هېواد کرنه او صنعت ته زيان واړاوه او يواځې د يوې ځانګړې طبقې شتمني يې ډېره کړه.

د ده په باور، د هېواد د اقتصاد د پر پښو درېدلو لپاره يواځينۍ لار د اغېزناکو کورنيو پانګونو لپاره پراخې هڅې کول دي، څو په دې توګه خپل حقيقي اقتصاد تجربه کړو.

والي دا هم وويل چې د کندهار د سيمه ييزي ادارې په استازيتوب له ملي سوداګرو ملاتړ کوي او دا ډول کنفرانسونه او نندارتونونه د اقتصادي ودې، د پانګونې د جلبولو او کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې لپاره ډې ګټور دي.

په کندهار کې د ايسا ادارې رييس هدايت الله احمدي وويل، که څه هم وروستي په ډاګه شوي معلومات ښيي چې د هېواد په کچه پانګونه ٢٦ سلنه ټيټه شوې خو کندهار لا هم په دې برخه کې خپل ګراف لوړ ساتلى.

هغه زياته کړه، کندهار د لسيزو جګړو او ناخوالو سربېره د هېواد په کچه په پانګونه او سوداګرۍ کې خپل ځاى ساتلى او تمه ده چې په دې برخو کې به نور هم پرمختګ کوي.

د کندهار د صنعکارانو د ټولنې مرستيال حاجي فيض الحق مشکاني وويل، په پيل کې د دې ولايت په صنعتي پارک کې ١٨٥ بېلابېلې فابريکې پرانيستل شوې، خو د کلونو په تېرېدو يې ډېرې وتړل شوې او اوس يواځې ٤٥ فابريکې نيمه فعاليت لري.

هغه زياته کړه، د کندهار فابريکې ټولټال ٢٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې اوس ٦ مېګاواټه برېښنا ورته چمتو شوې ده او په نوبتي توګه په هرو ٢٤ ساعتو کې يواځې ٨ ساعته برېښنا ورکول کېږي.

د ده په خبره، تر هر څه وړاندې د دې لپاره کار په کار دى چې شته فابريکې و نه تړل شي، ځکه د برېښنا نشتوالى، لوړه ماليه او ګڼې نورې ستونزې هغه ننګونې دي چې د هغوى فعاليت ګواښي.

مشکاني وويل، په داسې يوه حالت کې به څنګه   نور سوداګر    پانګونې ته وهڅول شي.

نوموړي يادونه وکړه چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې يواځې کندهاري سوداګر ٨٣ فابريکې لري چې د ستونزو له امله نه شي کولاى خپلې فابريکې هېواد ته راولېږدوي او دلته فعاليت وکړي.

د افغان ولسي ټولنې مشر حکمت الله افغان د دغه اقتصادي کنفرانس د جوړولو په اړه وويل چې له تېرو دوو کلونو راهسې په دې هڅه کې وو چې دغسې يو ګام واخلي او خلک وهڅوي چې د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

هغه زياته کړه، د اقتصادي کنفرانس او نندارتون يوه موخه دا ده چې کندهار د اقتصادي زون لپاره تر ټولو مهمه سيمه ده او کېداى شي دغه ولايت د هېواد د اقتصادي زون په توګه وټاکل شي.

ده وويل، د کنفرانس يوه بله موخه دا هم  ده چې سوداګر او پانګه وال کندهار ته سفر وکړي او دغه سيمه له نږدې وويني، د کندهار او نورو ولايتونو د صنعتکارانو او سوداګرو تر منځ اړيکې پيدا شي او  دغه راز بهرني پانګه وال وهڅول شي چې دغلته پانګونه وکړي.

هغه وويل، دغه اقتصادي کنفرانس او نندارتون يې د بهرنيانو له مرستې پرته جوړ کړى، تر څو له دې لارې وښودل شي چې افغانان په يواځې توګه کولاى شي د خپل اقتصاد د رغولو او پياوړي کولو لپاره زيار وباسي.

ده يادونه وکړه چې د اقتصادي کنفرانسونو دغه لړۍ به دوام پيدا کوي او په راتلونکې کال کې به يو څلوېښت ورځنى نندارتون جوړ کړي چې لس ورځې به يې کرنې، لس ورځې به يې صنعت، لس ورځې به يې خدماتو او لس ورځې به يې کلتوري ارزښتونو ته ځانګړې شوې وي.

تر غونډې وروسته د کورنيو توليداتو نندارتون پرانستل شو چې د کندهار او سوېلي ولايتونو ګڼ شمېر پانګه والو او صنعتکارانو په کې د خپلو کرنيزو او صنعتي توليداتو بېلګې وړاندې کړې.

له هرات څخه راغلې يوې مېرمنې چې په دغه نندارتو کې يې برخه اخيستې وه او خپل لاسي صنايع يې نندارې ته ايښې وو، وويل دغه راز نندارتونونه نه يواځې د بېلابېلو ولايتونو د صنعتکارانو تر منځ اړيکې جوړوي، بلکې کورنيو توليداتو ته يوه ښه بازار موندنه هم ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.