ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې کلتور د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو لامل شوى

د بښنې کلتور د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو لامل شوى

author avatar
25 Nov 2015 - 16:00
د بښنې کلتور د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو لامل شوى
author avatar
25 Nov 2015 - 16:00

مزارشريف- هرات (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۴): د بلخ ولايت د ښځو چارو مسوولين وايي چې د بښنې کلتور د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د زياتېدو يو ستر لامل دی.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ليندۍ په ۴مه د ښځو چارو رياست له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نړيواله ورځ ونمانځله.

په دې غونډه کې د دولتي چارواکو تر څنګ د ښځو د حقونو په برخه کې کارکوونکو مدني فعالينو هم برخه اخيستې وه.

د دغه ولايت د ښځو چارو رييسې مېرمن شهلا حديد د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې روان کال په بلخ ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۰۵ پېښې ثبت شوې دي.

نوموړې زياته کړه چې په دغو پېښو کې د وهل ټکول، له کوره ايستل، نفقه نه ورکول او دې ته ورته نورې پېښې شاملې دي.

د هغې په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو يو ستر لامل د پېښې ترسره کوونکي ته بښنه کول دي.

حديد وويل چې د ښځو پر وړاندې ډېری ترسره شوو پېښو ته ټولنيز او سنتي رنګ ورکول کېږي چې له همدې امله د تاوتريخوالي عاملينو ته له قانونه د لرې پاتې کېدو چانس په لاس ورځي.

نوموړې زياته کړه، که چېرې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې د قانون په رڼا کې په سمه توګه وڅارل شي او مجرم ته سزا ورکړل شي؛ نو د پېښو د کمښت لامل کېدای شي.

د هغې په وينا، لا هم دې ته اړتيا ده چې د ښځو د ژوند د هر اړخيزې سمونې لپاره د دوی د حقوقو د پېژندنې په برخه کې ډېر کار وشي.

په بلخ کې د ښځو په برخه کې مدني فعالانې بيا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په زياتوالي کې حکومت پړ ګڼي.

مدني فعالې مېرمن مُبينې خيراندېش د يادې غونډې په ترڅ کې پژواک ته وويل چې حکومت د ښځو د ژوند هر اړخيزو اړتياوو د پوره کېدو لپاره لازم ګامونه نه اخلي.

نوموړې زياته کړه چې د اوسني حکومت مشرانو د ټاکنيزو ناندريو پر مهال په خپلو پروګرامونو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې د ښو چارو ترسره کولو وعدې کړې وې، چې اوس يې په عملي برخه کې څرک نه تر سترګو کېږي.

د هغې په وينا، په افغانستان کې لا هم عامه مېرمن له کورني اړخه تر بهرني لوري پورې له اقتصادي او حقوقي ستونزو سره مخ دی چې بايد په پرله پسې توګه ورته کار وشي.

د يو بل خبر له مخې نن دغه ورځ په هرات ولايت کې هم ونمانځل شوه، د دغه ولايت مسوولين وايي چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نږدې ٣٥٠ پېښې ثبت شوې دي.

په هرات ولايت کې د تاوتريخوالي پر ضد د عالي کمېسيون غړي احمد رفېع نادري په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د روان کال له پيله راهيسې د دغه ولايت په بېلابېلو ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٤١٠ پېښې ثبت شوې وې.

خو هغه زياته کړه چې په دې پېښو کې يې ٦٣ تکراري وې او اصلي قضيې چې ثبت شوې، شمېر يې ٣٤٧ ته رسېږي.

د نوموړي په وينا، په څارنوالۍ کې ١٧٠ پېښې ثبت شوې چې له قانون سره سم ورته رسېدګي شوې ده.

د هرات د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څارنواله ماري ميهنيار وايي چې دوى دا ډول پېښې په جدي توګه څاري او يو شمېر مجرمينو ته سزا هم ورکړل شوې ده.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.