کابل (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۴) د کورنيو چارو وزارت، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ۱۶ ورځنی کمپاين پيل کړ او ژمنه يې وکړه چې د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د دغه وزارت امنيتي مرستيال ستر پاسوال محمدايوب سالنګي نن په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل، له دې سره سره چې د کورنيو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په چارو کې ډېرې هڅې کړې خو بيا هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نښې ليدل کېږي.
هغه وويل: "موږ د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې ډېرې هڅې کړې، له ډېرو ميندو او خويندو سره په دې برخه کې مرسته شوې، خو له بده مرغه د هېواد په يو شمېر سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ليدل کېږي."
سالنګي ډاډ ورکړ چې د کورنيو چارو وزارت منسوبين به د ګډې همغږي په لرلو سره د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د کورنيو چارو وزارت د بشري حقونو او جندر مشرې مل پاسوال حکمت شاهي رسولي وويل: " له نېکه مرغه چې د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون توشېح شوی، خو له بده مرغه چې لا اوس هم د هېواد په ګڼو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې رامنځته کېږي."
هغې زياته کړه، ښځې په اسلام کې ځانګړی ځای لري او د اسلام مقدس دين د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی منع او ناروا ګڼلی دی.
مېرمن رسولي پر افغان مېرمنو غږ وکړ چې د تاوتريخوالي د مخنيوي او د قانون د ښه پلي کېدو په برخه کې بايد ښځې د ملي پوځ په ليکو د خدمت لپاره ځانونه تيار کړي.
د دې په وينا، د دغه وزارت د بشري حقونو او جندر رياست به د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالی د مخنيوي کمپاين د کورنيو چارو وزارت له مرکزي قرارګاه پيل کړي او وروسته به په کابل، ننګرهار، پکتيا، کندهار، هرات، بلخ، باميان، کاپيسا او پروان ولايتونو ته خپل اړوند ګروپونه واستوي تر څو د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې د عامه پوهاوي او د قانون د ښه پلي کېدو په برخه کې خپلې کړنې او څېړنې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت وايي چې د تېر ۱۳۹۳ کال په پرتله سږ د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی لس سلنه ډېر شوی او لامل يې په هېواد کې ناامني او د قانون نه پلي کېدل په ګوته شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن