زرنج (پژواک، ۸ ليندۍ ٩٤): د نيمروز ولايت د حج او اقافو پخوانى مشر سيد نذيراحمد سادات د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د نيمروز مرستيال امنيه قوماندان سمونيار محمدغوث وايي چې تېره شپه دوو موټرسايکل سپرو د ارشاد، حج او اوقافو پخوانى مشر د زرنج ښار په لومړۍ ناحيه کې د خپل کور مخې ته په ډزو وژلى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د بريدګرو د لټون هڅه کړې او د هغوى موټرسايکل يې ترلاسه کړى، خو خپله له سيمې تښتېدلي دي.
دغه پوليس چارواکي زياته کړه چې په دې اړه څېړنې روانې دي او زيات احتمال لري چې سادات د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى دى.
وسله والو مخالفينو د سادات دوژنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د نيمروز مرستيال والي محمدقاسم خدري وايي چې سادات دری کاله وړاندې د نيمروز د ارشاد، حج او اوقافو د مشر په توګه دنده اجرا کوله او له هغه وروسته يې دولتي دنده نه درلوده.
د ويلو ده چې دوه کاله وړاندې د استيناف ښاري محکمې د دېوان مشر مولوي محمد سرور هم په همدې سيمه کې ووژل شو او يو کال وړاندې پياوړى ديني عالم او د خاشرود ولسوالۍ د احياء العلوم ديني مدرسې مدرس مولوي عبدالرحيم فکور هم د وسله والو له خوا وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن