ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا، خوست او پکتيکا کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى

په پکتيا، خوست او پکتيکا کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى

author avatar
7 Dec 2015 - 17:10
په پکتيا، خوست او پکتيکا کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى
author avatar
7 Dec 2015 - 17:10

ګردېز(پژواک،١٦ليندۍ٩٤): په پکتيا کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر چارواکي وايي چې په دې زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د تېرکال په پرتله ٧ سلنه لوړه شوې ده.

دغه څرګندونې په پکتيا کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر  د ښځو د برخې مشرې زرمېنې شمس د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغې وويل چې په تېرو نهو مياشتو کې په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې ١٥٠ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي.

د هغه په وينا، دغه شمېره د تېرکال په پرتله اووه سلنه زياتوالى ښيي.

د شمس د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې ٧٩ وژنې او ځان وژنې، ٩ د جنسي تېري، ١٤اقتصادي موضوعات، ٣٣ په زور ودونه او وهل شامل دي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل هم وويل چې د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډيرې شوې دي.

خو هغې وويل چې په دغه ولايت کې ښځو په ټاکنو کې د برخې اخيستنې ترڅنګ په نورو چارو کې هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

دغه راز په دغه ولايت کې د ټاکنو د سيمه ييز کمېسيون مشر محمد ظاهر اکبري هم وويل چې په ټولنيزو چارو کې د ښځو ونډه ډيره شوې خو اوس يې هم پر وړاندې ځينې کولتوري ستونزې پرتې دي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.