جلال اباد (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): د ننګرهار د شينوارو ولسواليو قومي مشرانو د غونډې په ترڅ کې د شينوارو زون د امنيت او ثبات لپاره خپل نوی قومي تړون اعلان کړ .
د شينوارو لسګونو قومي مشرانو دغه اعلان د ليندۍ په ١٩مه په جلال اباد کې له ولايتي شورا سره په ګډه ناسته کې وکړ.
د قومي مشرانو په استازيتوب ملک عثمان وويل: ((په دې قومي تړه کې راغلي چې د جدې تر مياشتې پورې دې له شينوارو ولسواليو د نوور سيمو بهرني کډوال ووځي که نه جدي برخورد به ورسره وشي.))
نوموړي وروسته پرېکړه ليک ولوست چې په کې راغلي، په شينوارو ولسوالۍ کې د وژنې پر سر يو ميليون او د يو کس د ټپي کېدو پر سر ۵۰۰ زره افغانۍ تړه وشوه.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې راتلونکې مياشت دې تر ټولو مخکې هغه شينواري چې له وسله والو مخالفينو سره دي، بايد د هغوی له ليکو ووځي که کورنۍ به يې ۵۰۰ زره افغانۍ جريمه شي.
د شينوارو ولسواليو د يو شمېر اوسېدونکو په وينا، دغه قومي تړون به په سيمه کې پر امنيت ښه اغېزه وکړي، خو نيوکه کوي چې حکومت بايد خپل سرتېري له اچينه نه وای ايستلي.
خو د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په سيمه کې دومره امنيتي سرتېري ځای پر ځای شوي چې کولی شي امنيت خوندي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن