ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب په ترلاسه کولو سره د نړۍ مارکېټونو ته لاره مومي

افغانستان د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب په ترلاسه کولو سره د نړۍ مارکېټونو ته لاره مومي

author avatar
19 Dec 2015 - 20:00
افغانستان د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب په ترلاسه کولو سره د نړۍ مارکېټونو ته لاره مومي
author avatar
19 Dec 2015 - 20:00

کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٤): د افغانستان لوړپوړى پلاوى وايي، افغانستان د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د غړيتوب په ترلاسه کولو سره نړيوالو بازارونو ته لاره موندلې او د سوداګرۍ په ډګر کې ډېرې لاسته راوړنې ولري.

افغانستان چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان څارونکى غړى دى، د دغه سازمان غړو هېوادونو په لسمه غونډه کې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.

په دغه ناسته کې چې د ليندۍ له ٢٤ څخه تر ٢٧مې نېټې پورې د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې تر سره شوه، له افغانستان څخه د اجرايه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان په مشرۍ په کې يوه لوړپوړي پلاوي ګډون کړى دى.

انجنير محمدخان نن کابل ته د بېرته راګرځېدو پر مهال خبريالانو ته وويل، د افغانستان غاليو، وچې مېوې او ګران بيه ډبرو تر اوسه پورې نړيوال بازار ته لاره نه درلوده، خو له دې وروسته نړيوال بازار ته د افغانستان په شاملېدو سره کولى شي چې نړيوالو بازارونو ته لاره موندي.

هغه زياته کړه، په کينيا کې يې له يو شمېر غړو هېوادونو سره داسې پروټوکولونه هم لاسليک کړي، په هغه کې راغلي چې هېڅ کوم هېوادونه نه شي کولى چې د ټرانزيټ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې تبعيض وکړي.

د اجرايه رياست مرستيال زياته کړه، دغه پروټوکول ٤٠٠ مخه دى، چې په نږدې راتلونکي کې به د کينيا په پارلمان کې تصويب شي او د جنيوا د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د افغانستان غړيتوب لپاره به يوه څوکۍ کېښودل شي.

انجنير محمد خان وويل، تر اوسه پورې د هېواد ګاونډي هېوادونه ايران، ازبکستان او ترکمنستان د دغه سازمان غړيتوب نه لري او د افغانستان تر اجازې پورې چې د سازمان غړيتوب يې نه وي ترلاسه کړى، دغه هېوادونه نه شي کولى چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړى واوسي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، په دغه سازمان کې ١٦٠ هېوادونه غړيتوب لري، افغانستان له ٢٠٠٤ زېږديز کال راهيسې د غړيتوب وړانديز کړى و، خو دغه وړانديز په ٢٠١٥ کال کې ومنل شو.

د محمد خان په وينا، روسيې له ٢٤ کلونو وروسته د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړى، لايبريا په ډيسمبر مياشت او افغانستان اوس د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

د ويلو ده چې د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا او د ياد وزارت مرستيال مزمل شينواري هم د محمدخان په مشرۍ په ياد پلاوي کې ګډون درلود.

انجنير محمدخان، کينيا ته د خپل سفر په درشل کې په نړيوال سوداګريز سازمان کې د افغانستان غړيتوب سولې او اقتصادي ثبات د رسېدو لپاره د هېواد له ستراتيژيکو موخو څخه بللي و.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.