لښکرګاه (پژواک، ۶ مرغومی ۹۴): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ماين چاودنې له امله دوه ملګي وکړي او دوه پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا دوولس نیمې بجې د مرکز لښکرګاه اړوند د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو د ګزمې پر موټر چاودونه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي دي.
دغه راز د هلمند د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود اشنا هم ياده پېښه تاييد کړه.
خو هغه وايي چې په دې پېښه کې يو ملکي کس او دوه پوليس وژل شوي دي.
اشنا زياته کړه: ((په موټر کې دوه پوليس سپاره و چې دواړه وژل شوي او دغه ملکي کس هم د پوليسو موټر ته نږدې و.))
د هغه په وينا، دغه ماين د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى شوی و خو د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
ده وويل چې د پېښې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د پېښې عيني شاهد ويس الدين پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او د کوچیانو د اوسېدو سیمې ته نږدې شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن