کابل( پژواک، ٢٠ مرغومی ۹۴): دغزني ولايت مشرانو اجرايي رييس سره په کتنه کې خبرداری ورکړ، چې که ځينو ولسواليو ته چې د وسله والو مخالفينو تر مستقیم یرغل لاندې دي، پاملرنه ونه شي؛ لرې نه ده چې سقوط وکړي.
د حکومت د اجرايي رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن اجرایې ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې د غزني له یوشمېر قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو سره وکتل.
د غزني قومي مشرانو او مخورو په دې ولایت کې شته ستونزې له اجرائیه ريیس سره شریکې کړې او له هغه یې د حل غوښتنه وکړه.
د غزني د امنیتي وضعیت ښه والی، په ادارو او دولتي تشکیلاتو کې د توازن برابرېدل، د اندړو د پاڅون ملاتړ، وژل شويو او ټپيانو ته یې د مرستو د زمینې برابرول، د تړلو ښوونځیو پرانيسته او د ناامنه ولسوالیو د اوسېدونکو ژوند ته پاملرنه د هغوی اساسي غوښتنې وې.
دغو مشرانو خبرداری ورکړ: (( که چېرې د اندړو، ګېرو، مقر او ځينو نورو ولسوالیو چې د طالبانو تر مستقیم یرغل لاندې دي، پاملرنه ونه شي؛ نو لرې نه ده چې سقوط وکړي.))
د حکومت اجرايي ريیس وویل، چې په غزني کې ستونزې جدي دي او د دوی په لومړیتوب کې قرار لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن