لښکرګاه (پژواک، ٧ سلواغه ٩٤) : ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې څلور ماين پاکان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د سلواغې په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې په شاوخوا ١٠ بجو د ګرشک ولسوالۍ د اب بازانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو په ياده سيمه کې د ډافا په نامه د ماين پاکۍ موسسې پر کارکوونکو ډزې کړې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.
ځواک وويل، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې او بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن