کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د افغانستان حکومت وايي چې د فساد پر ضد يې جدي مبارزه پيل کړې او په دې برخه کې يې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
دا په داسې حال کې چې پرون د روڼوالي نړيوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) په خپل کلني راپور کې افغانستان پر فساد ککړ درېيم هېواد اعلان کړى دى.
د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت په تېر يوه کال کې د فساد پر ضد جدي مبارزه کړې او په دې برخه کې يې ډېر پرمختګ هم کړی دی.
هغه زياته کړه چې د تدارکاتو کمېسيون جوړ شوى، په لويو حکومتي قرادادونو کې يې د فساد مخه نيولې او يا يې هم کچه ټيټه کړې ده.
هاشمي هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان حکومت د فساد پر ضد د مبارزې لپاره کوم پلان يا اراده نه لري او زياته يې کړه چې يادې ادارې په دې برخه کې سم معلومات نه دي راټول کړي.
د ولسمشر مرستيال وياند وايي چې د فساد پر ضد د مبارزې پلان دوه برخې لري، په دولتي ادارو کې کمزورتيا چې دغه کار فساد ته لاره هواره کړې، لومړى بايد په دې برخه کې جدي کار وشي.
د هغه په وينا، دغه راز د دغه لومړي پلان له مخې د تدارکاتو د کمېسيون جوړول و، د دغه کمېسيون په غونډو کې ولسمشر اشرف غني، اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله او د حکومت نور لوړپوړي چارواکي ګډون کوي او ټول قراردادونه په دقيقه توګه ارزوي.
هاشمي وويل چې پخوا ٩٠ سلنه قراردادونه قانوني اړتياوې نه پوره کولې خو اوس د تدارکاتو د کمېسيون له جوړولو وروسته يې قانوني اړتياوې پوره کېږي.
نوموړى وايي چې د تدارکاتو کمېسيون په وروستۍ غونډه کې د وزارتونو په کچه کارونو کې د پام وړ پرمختګونو ته اشاره وشوه؛ ځکه چې قراردادونه اوس په ډېر دقت سره چې ټولې قانوني اړتياوې يې بشپړې کړې وي، جوړېږي.
هغه وويل چې د لومړي ځل لپاره اوسني حکومت د ملي دفاع وزارت د تېلو قرادادونه خپاره کړل، څو په دې پروسه کې ښه شفافيت او روڼوالى رامنځته شي.
د ولسمشر مرستيال وياند وايي چې پخوا په قضايي او عدلي سيستم کې ډېر فساد کېده، خو اوس په دې برخه کې پراخ اصلاحات رامنځته شوي دي.
د هاشمي په وينا، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په کچه د بېلابېلو محکمو شاوخوا ١٣٠ قاضيان له دندو ګوښه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن