ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فخري: له فساد سره مبارزه د يادې پديدې پر وړاندې د خلکو له اجماع پرته امکان نه لري

فخري: له فساد سره مبارزه د يادې پديدې پر وړاندې د خلکو له اجماع پرته امکان نه لري

author avatar
2 Feb 2016 - 20:20
فخري: له فساد سره مبارزه د يادې پديدې پر وړاندې د خلکو له اجماع پرته امکان نه لري
author avatar
2 Feb 2016 - 20:20

کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٤): د اداري فساد له زيانونو څخه د جوماتونو او تکياخانو له لارې د خلکو د پوهاوي هوکړه ليک، نن د اداري فساد سره د مبارزې ادارې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر منځ لاسليک شو او دغه راز په ياده ناسته کې د فساد پر وړاندې پر ملي اجماع هم ټينګار وشو.

دغه هوکړه ليک نن د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې سرپرست غلام حسين فخري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري معين داعي الحق عابد تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړيوالې روڼتيا د څار ټولنې د تېرې اونۍ د راپور پر بنسټ، افغانستان له شمالي کوريا او سوماليا وروسته د نړۍ د ١٦٨ هېوادونو په ډله کې دريم فاسده هېواد دى.

فخري نن د هوکړه ليک له لاسليک وروسته وويل: “د فساد پر وړاندې مبارزه يوازې د يوه يا دوو بنسټونو کار نه دى او ډېر پراخه اړخونه لري، په کومه ټولنه کې چې جګړه، بې وزلي او نا امني وي نو پخپله اداري فساد ته زمينه برابريږي او لاپسې ډېريږي.”

نوموړي د فساد پر وړاندې مبارزه يو سخت کار او اوږمهاله کار وباله او زياته يې کړه: “له فساد سره مبارزه د حکم په صادرولو او د موازي ادارو په رامنځته کولو سره نه کېږي، بايد ټولې دولتي ادارې، خصوصي سکټور او خلک سره په يوه خوله شي، له هغه پرته په اوسنيو شرايطو کې مبارزه امکان نه لري.”

نوموړي په اقتصادي، سياسي او امنيتي برخو کې پر ژورو اصلاحاتو ټينګار وکړ او د روڼتيا څار ټولنې راپور ته يې په اشارې سره وويل، چې په دغه راپور کې له دويم لاس معلوماتو څخه ګټه اخيستل شوې ده.

فخري له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د دينې عالمانو رول مهم وباله او زياته يې کړه: “عالمان د خلکو د پوهاوي کچه لوړولى شي او له فساد څخه د مخنيوي سبب کېږي.”

د نوموړي په وينا، عالمان کولى شي چې له شرعي او منطقي استدلال څخه په ګټې د اداري فساد پر وړاندې د خلکو ذهنيت بدل کړي.

فخري وويل، چې له اداري فساد سره د مبارزې مهمه برخه عامه پوهاوى تشکيلوي او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کولى شي، چې په دې برخه کې اغېزناکه رول ولوبوي.

هغه د جزياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې په ځينو مواردو کې مصلحتونه او مجبوريتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې خنډ ګرځي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معين وويل: “اداري فساد يوه ټوليزه پديده ده او بايد پر وړاندې يې په ټوليزه توګه مبارزه وشي.”

نوموړي فساد يوه غيرشرعي پديده وبلله او ويې ويل، چې بايد د يادې پديدې پر وړاندې دولت او خلک په ګډه سره مبارزه وکړي.

د نوموړي په وينا، دينې عالمان به د هغه هوکړه ليک پر بنسټ چې نن لاسليک شو په ټول هېواد کې د اداري فساد د زيانونو او حراموالي په اړه د شريعت په چوکاټ کې خلکو ته پوهاوى ورکړي.

عابد زياته کړه، هغه موارد چې د ديني عالمانو له لوري به يې په اړه معلومات وړاندې کېږي، مشخص شوي او د کتاب په قالب کې هم چاپ شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.