کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): ځينې کارپوهان د څلور اړخيزې همغږۍ ډلې هڅو ته په محتاط ډول هيله من دي، خو وايي چې د دې ډلې په غونډو کې بايد طالبان شتون ولري او د سولې د نېغو خبرو اترو لپاره دې ډېر ژر ګام واخيستل شي.
د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين څلور اړخيزې همغږي کوونکې ډلې درېيمه غونډه پرون (د سلواغې ١٧مه) اسلام اباد کې ترسره شوه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني، نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې څلور اړخيزه همغږي کوونکې ډله د افغان حکومت د واک لرونکي پلاوي او طالبانو ډلو تر منځ د سولې نېغو خبرو اترو په لټه کې دي او د لارې پر نقشې چې ددې بهير پړاوونه او ګامونه څرګندوي، خپلو کې سره سلا شول.
نوموړي زياته کړه چې څلوراړخيزې همغږي کوونکې ډلې ټينګار وکړ، چې د سولې خبرو اترو بهير لاسته راوړنې بايد سياسي پرېکړه وي، چې افغانستان کې تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کېږدي او تلپاتې سوله ټينګه شي.
د هغه په وينا، څلور اړخيزې همغږې کوونکې ډلې هېوادونه سلا شوي دي چې د افغانستان حکومت د استازو او طالبانو ډلو ترمنځ د سولې د نېغو خبرو اترو د نېټې ټاکلو لپاره هڅې روانې دي.
مستغني وويل، د يادې ډلې غړو د طالبانو ټولې ډلې د سولې خبرو اترو کې د ګډون لپاره وربللې دي او تمه کېږي، چې د روان کال د فبروري مياشتې تر پايه پورې د مستقيمو خبرو اترو نېټه څرګنده شي.
نوموړي زياته کړه، څلوراړخيزې همغږې کوونکې ډلې موافقه کړې، څو خپله راتلونکې غونډه د کب په درېيمه کابل کې جوړه کړي، د دې ډلې دوه مخکينۍ ناستې کابل او اسلام اباد کې ترسره شوې وي.
کارپوهان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاده شهلا فريد د داسې غونډو د پوره جزئياتو پر خپرولو د ټينګار ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سولې ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتيا شته؛ خو دا تمه هم بايد و نه لرو چې د "لارې نقشې" په برابرولو سره به سبا د سولې مذاکرات پيل شي.
همداراز نوموړې زياته کړه، چې په څلوراړخيزو غونډو کې بايد د طالبانو استازو هم ګډون کړى وو؛ ځکه ښايي هغوى "طالبان" له جوړې شوې"لارې نقشې" سره موافقه ونه کړي.
د مېرمن فريد په ګومان، د سولې ټينګښت او يا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو اړوند چې کومه نقشه ترتيب کېږي، بايد له خلکو سره شريکه شي او د هغوى نظرونه په دې نقشه کې ځاى پرځاى شي.
د ولسي جرګې پخواني غړي او د سياسي چارو کارپوه محمد کبير رنجبر هم وويل، که چېرته د څلوراړخېزې غونډې ګډونوال سره سلا شوي وي، يو ګټور او مثبت ګام او يو ښه پيل دى؛ خو تر اوسه د سولې لارې نقشې منځپانګه څرګنده نه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن