کابل ( پژواک،۳ کب۹۴) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیاشل اووریز جام غوراوي سیالیو کې هانګ کانګ ته ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان، عمان، اماراتو او هانګ کانګ په ګډون د غوراوي دا سیالۍ په بنګله دېش کې روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د کب په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د نننۍ لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
هغه زیاته کړه، چې افغانستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۸ منډې جوړې کړې او هانګ کانګ ته یې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري نجیب ځدراڼ ۶۰ او اصغر ستانکزي ۴۹ منډې جوړې کړې.
هانګ کانګ لوبډلې ياد هدف بشپړ نه کړا او د سیالۍ په ۱۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۲ منډې جوړې او سیالي يې افغان لوبډلې ته وبایلله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري محمد نبي عیسی خېل ۴، او پاتې نور لوبغاړي يې شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او راشد ارمان وسوځول.
محمد نبي عیسی خېل د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ددې لوبې په ګټلو سره افغانستان د سیالیو د جدول په سر کې ځای ومونده . که چېرې نن په بله لوبه کې عمان له اماراتو لوبه وګټي، نو افغانستان به د اسیا شل اووریز جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن