ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې ۳۴ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

په بلخ کې ۳۴ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

author avatar
22 Feb 2016 - 13:32
په بلخ کې ۳۴ ټولګټې پروژې بشپړې شوې
author avatar
22 Feb 2016 - 13:32

مزارشريف (پژواک، ۳ کب ۹۴): په بلخ ولايت کې د کليو پراختيا رياست له خوا د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې ۳۴ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.

د شمال زون د ملي پيوستون د پروسې مطبوعاتي مسوولين وايي چې دغه پروژې د بلخ په چارکنت ولسوالۍ کې بشپړې شوې چې ۳۱ کلي ترې ګټمن کېږي.

د شمال زون د ملي پيوستون پروسې مطبوعاتي مسوول فريداحمد سعادت د کب په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ۴۰ ميليونه ۱۹۱زره او ۴۱۸ افغانۍ په لګښت جوړې شوې چې لس سلنه برخه په کې د سيمې د اوسېدونکو ده.

نوموړي زياته کړه چې په يادو ۳۴ پروژو کې د ۱۹ ټولنيزو مرکزونو  او د ۶ ښوونځيو ودانۍ، ۶۲ متره استنادي دېوالونه، د څښلو د اوبو ۸ سرپټې ذخيرو جوړېدل شامل دي.

همداراز په دغو پروژو کې  پر څه باندې ۱۴ کيلومتره سړک چغل اچونه هم شامله ده.

فريد احمد وويل، دغه پروژې چې د يو کال په اوږدو کې بشپړې شوې، د چارکنت ولسوالۍ د ۳۱ کليو ۳۸۳۱ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د چارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي سيد جعفر پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ټولنيزو چارو د ترسره کېدو په موخه د ځای د نشتوالي له جدي ستونزې سره مخ وو.

نوموړي زياته کړه چې د يادو پروژو په لړ کې د ۱۹ ټولنيزو مرکزونو د ودانيو جوړېدو دغه ستونزه تر ډېره حل کړه.

د شمال زون د ملي پيوستون د پروسې مطبوعاتي مسوول سعادت وويل چې په بلخ ولايت کې ۹۳۴ کلي د ملي پيوستون پروسې تر پوښښ لاندې راغلي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې تر دې دمه ۲۱۷۳ پروژې بشپړې شوې دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.