ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان غواړي موسی کلا دویم هلمند ولایت ونوموي”

“طالبان غواړي موسی کلا دویم هلمند ولایت ونوموي”

author avatar
7 Mar 2016 - 16:19
“طالبان غواړي موسی کلا دویم هلمند ولایت ونوموي”
author avatar
7 Mar 2016 - 16:19

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ کب ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر وايي چې طالبانو په موسې کلا ولسوالۍ کې خپل فعاليتونه پراخ کړي او غواړي دغه ولسوالي د هلمند د دويم ولايت په نوم ونوموي.

د هلمند ولايت مدني ټولنو او ولايتي شورا غړو د کب په ١٧مه په لښکرګاه ښار کې ګډه خبري غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر وويل چې سيمه ييز چارواکي نه شي کولاى په دغه ولايت کې امنيت تامين کړي.

هغه وايي که د هلمند د امنيت د ټينګښت لپاره اړين امنيتي تدابير ونه نيول شي نو خلک به پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

ده وويل: ((که حالات همدغسې دوام وکړي نو ډېر ژر به جګړه د ښار منځ ته ورسېږي او خلک به له يو نامعلوم برخليک سره مخ کړي.))

هغه دا هم وويل چې موسى کلا ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د جلب او جذب پروسه ګړندۍ کړې ده او غواړي دغه ولسوالۍ د هلمند د دويم ولايت په نوم ونوموي.

هغه ادعا وکړه چې حکومت له طالبانو سره د ځينو ولسواليو پر سر معامله کړې او موسى کلا هم د همدې ولسواليو په ډله کې ده.

شاکر وايي چې د موسى کلا سقوط، د هلمند ولايت د مرکز د سقوط په معنى ده.

ده له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت هغه چارواکي له دندو ګوښه کړي چې په سمه توګه کار نه کوي.

په دې غونډه کې د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نويد احمد وطنوال وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې جګړې ډېرې شوې او خلکو ته يې وېره پيدا کړې ده.

هغه وايي: ((امنيتي ځواکونه هم حقيقت نه وايي، هره ورځ دوى پر شا کېږي، يو شمېر سيمې مخالفين ترې نيسي خو دوی غږ نه کوي.))

ده وويل چې په ولسواليو کې خو له پخوا نه  جګړه وه خو اوس دغه جګړه د لښګرګاه ښار ته رسېدلې ده.

د بست مدني ټولنې مشر عبدالغفار اسحاقزي وويل: ((موږ نور له سيمه ييزو چارواکو ناهيلي شوي يو موږ غواړو کابل ته ولاړ شو او هلته د هلمند ستونزې مطرح کړو.))

ده وويل چې هره ورځ د هلمند ځینې سيمې سقوط کوي او هره ورځ له خلکو سره وېره وي چې ډېر ژر به ټول ولايت سقوط وکړي.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې دغه څرګندونې د مدنې ټولنې او ولايتي شورا د غړو شخصي نظرونه دي.

ځواک وايي چې امنيتي ځواکونه شپه او ورځ هڅې کوي تر څو په دغه ولايت کې امنيت تامين کړي.

له تېرو څو مياشتو راهيسي د هلمند ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په وقفه يې توګه جګړې روانې دي او ډېری وخت مرګ ژوبله هم لري.

دا مهال د هلمند دېشو، باغران، نوزاد او موسى کلا ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.