کندهار (پژواک، ١٨ کب ٩٤): د کندهار ښار لس کلن ماشوم چې پلار يې په يو ډله ييز بريد کې ژوند له لاسه ورکړى، وايي د پلار په شتون کې يې هم له کړاوونو ډک ژوند درلود، خو د هغه له مرګ وروسته يې ژوند نور هم له دردونو او کړاوونو ډک شوى دی.
د وکيل احمد په نوم دغه ماشوم وايي، د حکومت په ګډون هېڅ چا ورسره مرسته نه ده کړې، له خپلې مور، يوه ورور او پنځو خويندو سره يو ځاى د ژوند ستړې تېروي.
دغه ماشوم پژواک خبري اژانس ته وويل، پلار يې يو کال مخکې د کندهار ښار په عيدګاه دروازه کې هغه مهال ووژل شو چې پر ولايت مقام ډله ييز بريد وشو.
څه د پاسه يو کال وړاندې د (١٣٩٣ لمريز کال د چنګاښ په ١٨مه) د کندهار ولايت پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ هم مهاله ډله ييز ځانمرګي بريدونه وشول چې د ٢٢ بريد کوونکو تر څنګ په کې ٤ ملکي وګړي او ٥ پوليس ووژل شول او ٩ ملکي وګړي او ٧ پوليس ټپيان شول.
د دې پېښې د قربانيانو له ډلې يو هم اختر محمد و چې په خپله يې ژوند له لاسه ورکړ، خو مېرمن او اووه اولادونه يې تر شا بې سرپرسته پرېښودل.
د ياد شوي قرباني زوى وکيل احمد چې لس کاله عمر لري، يو ورور او پنځه خويندې لري چې تر ده کشران دي.
هغه زياتوي: ((پلار مې په هغه ورځ د عيدګاه دروازې له نانوايي څخه په نيمه بيه سړه ډودۍ رانيوله چې لومړى زوروره چاودنه وشوه او بيا د ولايت پر ودانۍ ډله ييز بريد پيل شو، زما پلار په همدې چاودنه کې ووژل شو.))
نوموړى وايي، د دوى کورنۍ هغه مهال هم ډېره غريبه وه؛ ځکه پلار به يې د شپې له خوا د خښتو په بټيو کې کار کاوه او کله چې به غرمه له کار څخه کور ته راته، له يوې نانوايي څخه به يې د هغوى لپاره سړه ډوډۍ په نيمه بيه رانيوله، ځکه هغه د ګرمې ډوډۍ د اخيستو توان نه درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن