کابل (پژواک،٢٥کب ٩٤): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې چارواکي وايي چې راتلونکو دوو – درېيو مياشتو پورې به ټولو هغو ښارواليو او ولسواليو ته چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، ښاروالان او ولسوالان ور معرفي کړي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو مرستيال عبدالباقي پوپل نن دامطلب په هغو مراسمو کې چې د ځينو ولسوالانو د معرفي په مناسبت کابل کې جوړ شوي و ، په ډاګه کړ .
په دې مراسمو کې د بغلان نهرين، ده صلاح او خنجان ، د تخار بهارک او چاه اب ، د پکتيا ډنډپټان او څمکنۍ ، د کاپيسا تګاب ، د پنجشير ولايت آب شار ، د بدخشان شغنان ، د سرپل ولايت سوزمه کلا، د فارياب قرم قل ، د فراه ګلستان او د لوګر خوشي ولسواليو لپاره ١٦ ولسوالان معرفي شول.
نوموړي له دې تازه معرفي شوو ولسوالانو وغوښتل څو خلکو سره سم چلند وکړي او د خلکو او دولت ترمنځ د واټن لنډولو په برخه کې جدي کار وکړي.
پوپل وويل چې د ځينو ګامونو اخيستلو ترڅنګ ، لاهم په بېلابيلو ولايتونو کې ٦٧ ولسوالۍ د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.
نوموړي زياته کړه :" د اداري اصلاحاتو کمېسيون له لوري د ازموينې اخيستلو او ولسوالانو ټاکلو پروسه پيل شوې ده او تر دوو – درېيو راتلونکو مياشتو پورې به ولسوالۍ د سرپرستانو پرځاى د نوو معرفي شوو ولسوالانو له لوري اداره کېږي."
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مرستيال يادونه وکړه چې د کابل په ګډون د ١٨ لويو ښارونو ښاروالۍ د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او ټاکل شوې ده چې د يادو ښارونو لپاره هم د راتلونکي کال وري مياشتې تر پاى پورې ښاروالان وګومارل شي.
د پوپل په وينا، تېرو ١٤ کلونو کې ولسواليو ته سمه پاملرنه نه ده شوې او دا مهال ډيرى ولسوالۍ شخصي اداري ودانۍ او يا د اړين تشکيل له کمښت سره مخ دي.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد ولسواليو شمېر ٣٧٦ ته رسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن