کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٤): د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی یو جاپانى ډيپلومات ټاکلى دى.
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتره د کب په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بانکي مون، ټاډاميچي يماموتو د افغانستان لپاره نوى ځانګړى استازى ټاکلى دى.
نوموړى به د اوسني ځانګړي استازي نيکولاس هيسم ځاى نيسي، هيسم د افريقايي هېواد سوېلي سوډان لپاره ځانګړى استازى ټاکل شوى دى.
خو ملګرو ملتونو دا نه دي ويلي چې دغه کسان به کله خپلې نوې دندې پيلوي.
يماموتو تر اوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) د سياسي مرستيال په توګه دنده ترسره کوله، تر دې مخکې هغه د جاپان په بهرنيو چارو وزارت کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون يوه ډنمارکۍ ديپلوماته مېرمن پيرنيل کارڼيل د يوناما د مرستيالې په توګه ټاکلې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن