ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له سړي تښوونکو يو تن وژغورل شو

author avatar
9 Apr 2016 - 08:18
author avatar
9 Apr 2016 - 08:18

خوست ښار ( پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): د خوست امنيه قومندانی د توروريزم پرضد د مبارزې مديريت پولیسو د سړي تښتونکو څخه يو تن ژغورلی.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت نن د وري يا حمل په ۲۰ مه رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ياد تن تېره ورځ د موسی خيلو اړوند د انځرکي په سيمه کې د سړي تښتونکو څخه ژغورل شوی.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې سړي تښتونکو د ياد کس د ژغورلو پرمهال پولیسو سره وسله واله شخړه هم کړې، خو چا ته په کې زيان نه دی رسيدلی.

هغه وويل: ((دغه کس د خوست ښار څخه تښتول شوی و، خو کله چې دوی معلومات ترلاسه کړل، چې سم د لاسه يې په کار پيل وکړ او بلاخره دوی بريالي شول، چې په موسی خيلو ولسوالی کې ياد کس پيدا او د سړي تښتونکو له منګولو يې وژغوره)).

ياد کس چې سيدامين نوميږي، د متون د سيمې اوسيدونکی دی، اته ورځې وړاندې د خوست ښار څخه څو تنو سړي تښتونکو سره د کار په موخه تللی و، خو سيمې ته په رسيدو يې په يو کور کې بندي کړی و.

سيدامين وايي، کله چې دی د سړي تښتونکو له لوري وتښتول شو، نو دده کورنۍ څخه يې د پېښو غوښتنه وکړه او ويل يې که چېرې پېسې را نه وړی، نو دی به ووژني.

هغه زياتوي: ((زه ګلکار يم، ويل يې زموږ په کور کې يو څه کار دی هغه به راته وکړې، ځکه بل څوک نشو بولی ته سپين ږيری يې، په دې چل باندې يې زه له ځانه سره په موټرسايکل بوتلم او له هغې وروسته يې په ما باندې اته ساعته په پښو مزل وکړ)).

د يادونې وړ ده، چې مياشت وړاندې د خوست د ملي امنيت کارکونکو يو ۱۵ کلن ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو ژغورلی و، چې په تور يې څلور تنه سړي تښتونکي هم نيولي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.