ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېیو ولایتونو خلکو له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ وښود

د درېیو ولایتونو خلکو له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ وښود

author avatar
21 Apr 2016 - 16:44
د درېیو ولایتونو خلکو له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ وښود
author avatar
21 Apr 2016 - 16:44

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٥): د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې سلګونو کسانو د پراخو غونډو په ترڅ کې  د ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او د کابل پېښه يې وغندله.

په خوست ولايت کې نږدې درې زره خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل ځانمرګی بريد پر کلکه وغانده او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې د خوست په ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه، ديني عالمانو د کابل او يا دې ته ورته نور بريدونه حرام وبلل او له وسله والو طالبانو يې غوښتنه وکړه چې نور د افغانانو له وژنې لاس پر سر شي.

دوی همدارنګه له ملي ځواکونو هم کلک ملاتړ څرګند کړ او ژمنه يې وکړه چې د امنيت د ټينګښت لپاره به د خپلو ملي امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او ګن شمېر خلکو د کابل د پېښې ټپيانو ته وينه هم ورکړه.

د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته په خپلو خبرو کې د کابل د وړمې ورځې پېښې د غندنې تر څنګ وويل چې سوله د هر افغان حق دی خو هغه سوله چې دوی ته د وينو په تويولو تمامېږي، ورته اړتيا نه لري.

قومي مشر رسول محمد تڼي هم بيا غونډه کې د ملي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ د کابل ځانمرګی بريد وغانده او په پېښه کې د ټولو وژل شوو او ټپيانو د کورنيو له غړو سره يې خپله غم شريکي څرګنده کړه.

ديني عالم مولوي محمدعارف يادې غونډې ته وويل، دوی تيار دي چې د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ له خپلې خاورې او خلکو د سر په بيه ساتنه وکړي.

هغه وايي: ((موږ تيار يو چې د مخالفينو هر يو پلان په خپل وخت سره شنډ کړو او له خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په موخه به تر هغې وجنګېږي، څو چې په تن کې مو يو څاڅکی وينه هم موجوده وي.))

دغه راز په سمنګان ولايت کې هم سلګونو کسانو د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل پېښه وغندله او له املي ځواکونو يې ملاتړ اعلان کړ.

د سمنګان د علماوو شورا غړي مولوي عبدالهادي غونډې ته وويل چې د يو مسلمان وژل ناروا دي او يو مسلمان وژنه د ټولې نړۍ د خلکو د وژلو په معنا ده.

هغه د هېواد له ملي ‌ځواکونو ملاتړ وکړ او ويې ويل چې دوى له خلکو او خاورې څخه په دفاع کې بوخت دي.

دغه راز د ننګرهار ولايت يو شمېر ديني علماوو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې له افغان سرتېرو خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا غونډه چې د غويي په ٢مه د ننګرهار د غني خېلو په ولسوالۍ کې جوړ شوې وه، د شينوارو د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکو په کې برخه درلوده.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي ظاهر حقاني  وويل: ((خپل اولادونه د ملي امنيتي ځواکونو ليکو ته ولېږئ دا زموږ لپاره افتخار دی؛ ځکه د وطن ساتل فرض دي.))

مولوي حقاني هغه کسان د پرديو جاسوسان وبلل چې افغان سرتېري کافران او پر ضد يې جګړه جهاد بولي.

په ياده غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو ژمنه وکړه چې د سيمې په امنيت کې به له افغان سرتېرو سره همکاري کوي او وسله والو ته به اجازه نه ورکوي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونه قومي مشرانو، علماو  او ځوانانو له خپلو افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

په غونډه کې د پکتيا پر چارواکو سربېره د سرحدونو او قومونو چارو وزير ګلاب منګل هم برخه اخيستې وه او د غونډې لپاره ځانګړي مراسم نيول شوي وو.

ځوانانو د افغان امنيتي سرتېرو د ستاينې له امله پر دوی ګلان وشيندل او هغه يې د هېواد ساتونکي وبلل.

د پکتيا والي نصرت الله  ارسلا د خپلو خبرو په ترځ کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او افغان ځواکونو مجبور نه کړي چې دوی ووژني.

هغه زياته کړه چې د سولې لپاره د افغان حکومت هڅې بايد  د دوی کمزوري ونه ګڼل شي، بلکې دا د افغان حکومت ترحم دی چې له وسله والو سره يې کوي.

په غونډه کې د سرحدونو او قومونو چارو وزير ګلاب منګل  د افغان امنيتي ځواکونو د ستاينې تر څنګ پر خلکو غږ وکړ چې د وسله والو پر وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

منګل وويل، د خپلو خبرو په ترځ کې روان کال له ستونزو ډک ياد کړ خو زياته يې کړه چې په ډېر ښه ډول به افغان حکومت له دې ستونزو ووځي.

په غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو او ديني علماو هم خبرې وکړې او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې له افغان امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يې وکړه چې په ټول توان به د نظام او امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

دغه راز د پکتيکا ولايت ديني علماو او قومي مشرانو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او په جنګ کې له ښکېلو اړخونو يې وغوښتل چې د سولې مېزته دې کېني او له ورور وژني لاس واخلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.