جلال اباد (پژواک، ٢ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د داعش څلور وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه علميات نن سهار وخته د اچين ولسوالۍ په شډل سيمه کې د کورنيو ځواکونو له خوا ترسره شوي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د داعش څلور وسله وال وژل شوي دي.
د خوږياڼي په وينا، دغه راز ملي ځواکونو د دغو عملياتو په ترڅ کې د داعش وسله والو يو ميل دهشکه او نورې وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
سرچينه وايي چې په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو او عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پرون هم ځايي چارواکو په همدې سيمه کې د شلو داعشي وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن