ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار- اروزګان لار پرانيستل شوه

د کندهار- اروزګان لار پرانيستل شوه

author avatar
28 Apr 2016 - 16:36
د کندهار- اروزګان لار پرانيستل شوه
author avatar
28 Apr 2016 - 16:36

کندهار (پژواک، ٩ غويى ٩٥) : د کندهار- اروزګان لار چې د وسله والو مخالفينو له خوا د شاوليکوټ ولسوالۍ په ساحه کې تړل شوې وه د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې نن د غويي په ٩مه پرانيستل شوه.

وسله والو مخالفينو دغه لار له هغه وروسته وتړله چې د يادې شوې ولسوالۍ په کته سنګ او البک سيمو کې يې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او يو شمېر پوستې سقوط شوې.

دوه ورځې وړاندې د يادې شوې لارې د پرانيستلو په موخه عمليات پيل شول او چارواکي وايي چې نن يې دغه لار له ماينونو پاکه کړې او د ترافيکو پر مخ يې پرانيستې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په شاوليکوټ کې د لارې د خلاصولو په موخه پوځي عمليات د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ وړمه ورځ پيل شوي وو.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو د لارې په اوږدو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو او له امنيتي ځواکونو سره يې جګړه کوله.

د ده په خبره، د عملياتو په پايله کې د کندهار- اروزګان لار پرانيستل شوې او دا مهال د امنيتي ځواکونو د انجنيري ټيمونه له ماينونو څخه د لارې په پاکولو بوخت دي.

دى وايي، د عملياتو پر مهال ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي  ، خو امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د نوموړي په وينا، د جګړې پر مهال د وسله والو مخالفينو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبدالغني مسلميار هم پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن د کندهار- اروزګان لار پرانيستې او د وسله والو مخالفينو ګواښونه يې له منځه وړي.

هغه زياته کړه، لار د شاوليکوټ په کته سنګ او البک غرنيو سيمو کې تړلې وه چې امنيتي ځواکونو په کې په ډېر احتياط له کوم زيان پرته عمليات وکړل.

د ده په خبره، وسله وال په غرنيو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي وو او په جګړه کې له لرې ويشتونکو وسلو يې کار اخيست.

د يادونې چې د دغو عملياتو پر مهال د کندهار د لويو لارو ساتنې د پوليسو قوماندان حاجي لالا هم ټپي شوى و چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه وسله والو مخالفينو د خاکرېز ولسوالۍ په دراز آب سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، امنيتي ځواکونو په پوره هغږۍ د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبولي او ٨ تنه وسله وال يې وژلي دي.

دى وايي، په دغو بريدونو کې امنيتي ځواکونه مرګ ژوبله نه لري.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په ياده شوې ولسوالۍ کې يې ګڼې پوستې سقوط کړې او جګړه لا هم دوام لري.

امنيتي مسوولين دغه ادعا ردوي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.