کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٥): ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ په کابل کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ د دوو لوبډلو ترمنځ يو شمېر سيالۍ ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبې د پاکستان د حبيب بانک او د افغانستان کرکټ بورډ د پرمختيايي لوبـډلې ترمنځ ترسره کېږي.
هغه زياته کړه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د کرکټ دوه څلور ورځنۍ او څلور يو ورځنۍ لوبې ترسره شي.
د نوموړي په وينا، لومړى د پاکستان د حبيب بانک لوبـډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د غويي په ٢٦مه، کابل ته راځي .
هوتک وايي، د ا لومړى ځل دى چې د کرکټ کومه بهرنۍ لوبـډله د لوبو لپاره کابل ته راځي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي: " د لومړي ځل لپاره به افغانستان د يوې بهرنۍ پياوړې لوبډلې کوربه توب کوي ، له دې سره به نه يواځې له کرکټ سره د مينه والو مينه لا زياته شي ، بلکې په هېواد کې به د کرکټ له ودې سره هم زياته مرسته وکړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن