فېروزکوه (پژواک،٢٠ ثور ٩٥): په غور کې سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت پر تيورې ولسوالۍ د طالبانو پراخ بريد له ماتې سره مخ شوى؛ خو د غور لپاره د طالبانو والي هڅه کوي څو خپل کسان پر پسابند ولسوالۍ د بريد لپاره چمتو کړي.
د غور والي ناصر خاضع پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو له لوري دغه ولايت ته د نوي نومول شوي والي مولوي تيمور لسګونه کسانو د تېرې شپې شاوخوا يوه بجه پر تيورې ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه چې د طالبانو موخه د تيورې ولسوالۍ نيول و؛ خو د دې ولسوالۍ امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او له څلورو ساعتونو نښتې څخه وروسته طالبان تېښتې ته اړ شول.
د غور والي وويل چې په دې جګړه کې ٧ طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي، يو پوليس هم ټپي شوى دى.
خاضع وويل: "دا مهال په سيمه کې وضعيت سم دى، نن سهار مو د ملي اردو چورلکو په مرسته دې ولسوالۍ ته امکانات او تجهيزات واستول او دا ولسوالۍ مو اکمال کړه."
نوموړي زياته کړه چې د غور لپاره د طالبانو له لوري نوى نومول شوى والي هڅه کوي څو خلک له طالبانو څخه ملاتړ ته وهڅوي؛ خو دا هڅې تر دې دمه بې پايله وې.
د تيورې ولسوال عبدالظاهر تميم د ټيلېفون په کرښه پژواک خبري اژانس ته وويل د طالبانو له لوري غور ولايت ته نوى نومول شوى والي مولوي تيمور، پخوا په هلمند کې د طالبانو پوځي مسوول و.
نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې په تيوره ولسوالۍ کې يوازې پوليس شتون لري؛ خو خلک له امنيتي ځواکونو سره همکار دي، وويل چې د طالبانو نوى والي هڅه کوي څو خپل اړوند کسان پر پسابند ولسوالۍ د بريد لپاره چمتو کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن