ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ځینې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې جدي ستونزې لري

د غزني ځینې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې جدي ستونزې لري

author avatar
15 May 2016 - 12:15
د غزني ځینې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې جدي ستونزې لري
author avatar
15 May 2016 - 12:15

غزني ښار (پژواک، ٢٦ غويی ٩٥): د غزني په ولايت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د دغه ولايت د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد کامران پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په سره لمر کې زده کړې کوي.

هغه وايي: ((کومه ورځ که باران وي او يا هم دوړې خاورې وي نو زموږ ډېر مکتبونه رخصت وي.))

د هغه په وينا، د ګيلان په ولسوالۍ کې مسلکي ښوونکي ډېر کم دي چې په دې برخه کې هم زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د ګيرو ولسوالۍ يوه ښوونکي نعيم الله پژواک ته وويل که څه هم په دې وروستيو کې وسله وال طالبان ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو ته ستونزې نه جوړوي خو سره له دې هم په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ دى.

ده هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري خو بيا خلکو خپل شخصي کورونه ښوونځيو ته ورکړي دي.

هغه زياته کړه: ((خلکو هم د مکتبونو لپاره داسې کورونه نه دي ورکړي چې څوک پرې ښاد شي؛ ځکه د ډېرو کورونو خونې چتونه نه لري.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو١٥ کلونو کې په دې ولسوالۍ کې يواځې دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې هغه هم اوس د خرابېدو په حال کې دي.

دغه راز د غزني ښار د شمس العارفين ښوونځي زده کوونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل: ((ما په خوږياڼو ولسوالۍ کې زده کړې کولې خو هلته استادان نه وو، درسې مواد پر وخت نه رسېدل او مکتبونو هم ودانۍ نه درلودې نو ځکه زه غزني ښار ته راغلم تر څو دلته زده کړې وکړم.))

هغه وويل چې د خوږياڼو ولسوالۍ تر څنګ په ډېرو ولسواليو کې يادې ستونزې شته خو د اقتصادي ستونزو له امله زده کوونکي نه شي کولاى په غزني ښار کې زده کړې وکړي.

د رشیدانو ولسوالۍ قومي مشر خلیل هوتک هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ زده کوونکو د مسلکي ښوونکو او د درسې توکو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((دلته ښوونکي نشته، که وي هم داسې ښوونکي دي چې لوړ تحصیلات نه لري یواځې يې تر شپږم ټولګي پورې یې درس ويلى دى.))

د ده په وينا، په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې کمې دي خو ډېرى ښوونځي يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

خو د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکی جمعه خان وايي، کومې سيمې چې د دولت په ولکه کې دي، هلته ښوونځي فعال دي خو بيا ودانۍ او ښوونکي نه لري.

ده وويل: ((زموږ په ولسوالۍ کې ډېرو استادانو له دوولسم نه ښکته زده کړې کړې دي چې دوى نه شي کولاى د لسم، يوولسم او دوولسم صنفونو شاګردانو ته درس ورکړي.))

جمعه خان وايي چې په دې ولسوالۍ کې هرو درېيو زده کوونکو ته يواځې د هر مضمون يو يو کتاب ورکړل شوی دى.

ده د پوهنې له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې دې ولسوالۍ ته مسلکي ښوونکو ور واستوي او نورې ستونزې يې هم حل کړي.

دغه راز د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي حيمدالله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو هم خلکو ته ويلي چې پر خپلو بچيانو زده کړې وکړي.

حمیدالله وايي: ((طالبانو ويلي چې نجوني دې هم تر لسم ټولګي پورې زده کړې وکړي خو د نجونو ښوونکو ته بايد معاش د دولت پر ځاى خلک ورکړي، د دغه کار لپاره يې په کور باندې معينې پيسې اېښې دي.))

ده وويل چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې د برخې مسوولين له ښوونځيو ليدنه کوي او د ښوونځيو چارواکو ته وايي چې په ښوونځيو کې زده کوونکو ته ديني کتابونه ډېر تدريس کړي.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دى.

هغه وويل چې په دغه ولايت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانې نه لري؛ ځکه يې زده کوونکي کله په لمر او کله هم په باد او باران کې زده کړې کوي.

هغه زياتوي: ((دا منم چې د ښوونځيو د نه شتون ستونزه به په ټول هېواد کې وي خو په غزنې له حده ډېره ده.))

د يوسفي په وينا، څو ځلې د پوهنې وزارت له لوري د دغه ولايت د ښوونځيو لپاره پروژې منظورې شوې خو د سيمه ييزو چارواکو د ناغېړۍ له امله نه دي پلي شوي.

د غزني د پوهنې رياست چارواکي هم يادې ستونزې مني.

د غزني ولايت د پوهنې رييس محمد عابد عابد پژواک وويل چې د دغه ولايت له څه باندې شپږ سوه ښوونځيو څخه ٢٩٩ يې ودانۍ نه لري.

عابد وايي: ((تر اوسه په غزني کې ۲۹۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او د دې تر څنګ خېمې هم نه لرو چې زده کوونکي په کې زده کړې وکړي.))

هغه وويل، پلان لري چې د روان کال په اوږدو کې شاوخوا پنځوس زره زده کوونکي ښوونځيو ته جذب کړي خو د ښوونکو له کموالي سره هم مخ دي.

ده وويل چې د يادې ستونزې یې له وزارت سره شريکې کړې دي او ډېر ژر به د حل يوه لار ورته پيدا کړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل هم يادې ستونزې تاييد کړې او ويې ويل چې د ښوونځيو د ودانيو ستونزه يواځې په غزني کې نه، بلکې په ټول هېواد کې ده.

هغه وايي: ((د بې تعمیره ښوونځیو شمېر دومره ډېر دی چې په یوه یا څو کلونو کې یې جوړول ستونزمن دي؛ ځکه هر کال د ځانګړو پلانونو له مخې هر ولایت ته سهم ورکول کېږي او ښوونځي یې رغول کېږي.))

خو هغه زياتوي چې د پوهنې وزارت به د يو منظم پلان له مخې په خپل وخت سره يادو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د غزني د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د نجونو په ګډون پنځه سوه زره زده کوونکي زده کړې کوي چې د اتو زره ښوونکو له لوري ورته زده کړې ورکول کېږي او په دغو ښوونکو کې ٣٠ سلنه يې مسلکي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.