پل علم (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): په لوګر ولايت کې د پاکستان په مرسته د جوړېدونکي ٣٠٠ بستريز روغتون چارې تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پيل شوې.
د کابل– ګردېز پر لويه لاره د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د نايب امين الله خان په نوم د دغه روغتون چارې په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې پيل شوې وې.
د لوګر والي والي محمد حليم فدايي د غويي په ٢٩مه د ياد روغتون د چارو د بيا پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه چې د دې روغتون چارې په پنځو کلونو کې بشپړې شي، خو د ځينو ستونزو له امله يې کارونه وځنډېدل.
هغه زياته کړه چې د ولايت مقام او د دغه ولايت د خلکو د استازو په هلو ځلو يې چې له کابينې او اړونده وزارت يې اړيکې ونيولې، وکولى شول چې پاکستان په دې وادار کړي چې د دغه روغتون چارې بېرته پيل کړي.
فدايي وويل چې دا روغتون په ٢٠ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې د جراحۍ، ارتوپيدي، جلدي، نسايي ولادي، عاجل او نورې څانګې لري.
د هغه په وينا، د دې روغتون د جوړولو چارې د پاکستان د دوو شرکتونو NSPK او عمران شوکت له خوا پر مخ وړل کېږي او ټاکل شوې ده چې پاتې ٢٠ سلنه چارې يې په څلورو مياشتو کې بشپړې شي.
د لوګر والي وايي چې پر دې پروژې ١٢٠٠ ميليونه پاکستانۍ کلدارې لګښت راځي چې د ٤٥٠ ميليونه کلدارو طبي وسايل ورته اخيستل کېږي.
فدايي چې ١٥ تنه ډاکټران او تخنيکي کارکوونکي د روزنې په موخه پاکستان ته لېږل شوي دي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک اژانس ته وويل چې دغه روغتون د سوېل ختيځ زون لپاره ډېر مهم دى او هيله يې څرګنده کړه چې د روغتون فعالېدو سره به د دغه زون روغتيايي ستونزې کمې شي.
د بسم الله په نوم د لوګر يوه قومي مشر پژواک ته وويل چې تر اوسه دوى خپل ناروغان کابل او يا هم پېښور ته وړل چې د اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخامخ کېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن