ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوباما د ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه

اوباما د ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه

author avatar
23 May 2016 - 11:41
اوباما د ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه
author avatar
23 May 2016 - 11:41

کابل (پژواک، ٣ غبرګولی ٩٥): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د طالبانو د مشر ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه او په افغانستان کې یې د سولې لپاره د هغه وژنه مهم اقدام وباله.

د امريکا د دفاع وزارت پرون په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو د ډلې د مشر ملا اختر منصور د وژلو خبر ورکړ.

سرچينې وايي چې ملا اختر منصور له ايران څخه په يوه کرولا موټر کې د بېرته راتګ پر مهال د پاکستان د بلوچستان ايالت د دالبندين په سيمه کې په نښه شوى و.

پرون د افغانستان ملي امنيت او اجرائيوي رياست هم تاييد کړه چې د امريکا په بې پيلوټه بريد کې وژل شوى دى خو د وسله والو طالبانو وياندويانو تر اوسه د خپل مشر ملا اختر د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اسيايي هېوادونو ويتنام او جاپان په رسمي سفر روان شوى دى، د غبرګولي په ٣مه، وېتنام ته په رسېدلو په يوه اعلاميه کې د طالبانو د مشر ملا اختر د وژل کېدو خبر تاييد کړى دى.

نوموړي ويلي چې د ملا منصور په وژلو سره د افغان سولې پر وړاندې لوى خنډ لرې او مهم پرمختګ شوى دى.

هغه زياته کړې: ((موږ د يوې داسې ډلې مشر وژلى دى، چا چې پر امريکا او متحدينو د بريدونو پلانونه جوړ کړي وو، له افغانانو سره يې جګړه کوله او د القاعدې په څېر له سخت دريځو ډلو سره يې اتحاد کړى و.))

بارک اوباما ويلي چې ملا اختر د سولې د خبرو اترو وړانديزونه رد کړي وو، د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانانو د وژلو او د تاوتريخوالي له بندولو يې انکار کړى و.

د امريکا ولسمشر هيله څرګنده کړې چې طالب مشران به اوس د سولې د خبرو اترو لاره خپله کړي؛ ځکه چې روانه شخړه يواځې په خبرو هوارېدلى شي.

هغه زياته کړه چې له ترهګرو څخه د نړۍ ټولو قومونو ته ګواښ دى او له پاکستان سره به د ترهګرو د ځپلو لپاره په ګډه کار کوي تر څو ترهګر په هېڅ ځاى کې خوندي سيمه ونه لري.

که څه هم د افغانستان د حکومت يوې سرچينې پژواک ته ويلي چې امريکا پاکستان له دغه بريده نه و په جريان کې کړى، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې امريکا ورته په دې اړه خبر ورکړى و.

بلخوا امريکايي رسنى اى پي د طالبانو د يوه قوماندان ملا عبدالرووف له خولې د ملا اختر منصور وژل کېدل تاييد کړي دي.

طالبانو ته نږدې ځينو سرچينو پژواک ته ويلي چې ملا اختر منصور په ايران کې له روسي پلاوي سره تر ليدنو وروسته کوېټې ته روان و چې په لاره کې پرې هوايي بريد وشو.

پژواک له تېرې ورځې راهيسې څو ځلې د ايمېل او ټيلېفون له لارې هڅه وکړه چې د طالبانو د ويناندويانو نظر واخلي، خو هغوى سره اړيکې نه نيول کېږي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.