کندهار (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د سرحدي پوليسو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې ٧ وسله وال وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه تېره شپه د سپين بولدک او ښوراوک ولسواليو تر منځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه شوې ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه ډله وسله وال چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې را اوښتي وو، تېره شپه يې د سپين بولدک او ښورواک ولسواليو تر منځ د سورساهان په سيمه کې د سرحدي پوليسو د څلورم کنډک پر امنيتي پوستو بريد وکړ.
هغه زياته کړه، د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې چې په پايله کې يې ٧ وسله وال وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.
دى وايي، له جګړې وروسته وسله والو د خپلو کسانو جسدونه هم د کرښې هغې غاړې ته وړي دي.
نوموړي يادونه وکړه چې وسله والو مخالفينو دغه بريد د ډيورنډ کرښې د صفري برخې په داسې ساحه کې کړى چې د افغان ځواکونو امنيتي پوستو ته مخامخ د پاکستان امنيتي پوستې پرتې دي.
د يوه بل خبر له مخې، ځانګړو امنيتي ځواکونو تېره شپه د شاوليکوټ ولسوالۍ په شاه کارېز سيمه کې د کشفي معلوماتو پر بنسټ عمليات کړي چې پر مهال يې ١٥ تنه ژوندي نيول شوي دي.
ضيا درانى وايي، نيول شوو کسانو د دولت پر ضد په تخريبي فعاليتونو کې لاس درلود.
هغه زياته کړه، له دغو کسانو سره دوه موټر، ٢٠ موټرسايکلونه، ٢٥ شل کيلويي بوشکه یي ماينونه، ١٥٠ باروت، ١٠ د راکټ انداز مرمۍ او یو ميل پيکا هم نيول شوي دي.
د ده په خبره، له نيول شوو کسانو څخه پلټنې روانې دي.
د يادو دواړو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن