ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملا رسول ډلې د ملاهبت الله له مشرتابه سره مخالفت اعلان کړ

د ملا رسول ډلې د ملاهبت الله له مشرتابه سره مخالفت اعلان کړ

author avatar
26 May 2016 - 12:50
د ملا رسول ډلې د ملاهبت الله له مشرتابه سره مخالفت اعلان کړ
author avatar
26 May 2016 - 12:50

کابل (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥) : د ملا محمد رسول ډلې د طالبانو د عمومي مشر په توګه د ملا هبت الله له ټاکل کېدو سره مخالفت اعلان کړى دى.

وروسته له هغه چې د روانې اونۍ په لومړيوکې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د امريکا د بې پيلوټه  الوتکې په هوايي بريد کې ووژل شو، طالبانو پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ډلې مرستيال ملا هبت الله د نوي مشر په توګه اعلان کړ.

خو له طالبانو ‌څخه د جلا شوې ملا رسول ډلې له  ملا هبت الله سره مخالفت اعلان کړى او زياته کړې يې ده چې هغه د ټولو طالبانو استازيتوب نه شي کولى.

د ملا رسول د ډلې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي : (( د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته موږ پر ټولو غږ وکړ، چې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي او د امارت د مشرتابه لپاره بايد له بشپړ دقت څخه کار واخيستل شي.))

سرچينې زياته کړې، د نوي مشرتابه لپاره بايد له ټولو علماوو، شيوخو او د مسوولينو له سلا مشورو او د هغوى له رايې اخيستو وروسته يو داسې څوک وټاکل شي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، خو له بده مرغه يو ځل بيا زړه تېروتنه تکرار شوه او د زعامت په ټاکلو کې له مشروعې او د افغانستان له دودويزې اصطلاح څخه کار وا نه خيستل شو او د ګوتو په شمېر هغه کسان يې غونډې ته بللې وو، چې دوى ورته لا  دمخه د شک په سترګه کتل .

د ملا رسول ډلې اعلان کړى : ((زموږ مسيرد منځګړيو علماوو او شيوخو هغه فتوا ده، چې خپلې مبارزې ته به ادامه ورکوو او له خپلمنځي جګړو څخه برائت او ګوښه والی غواړو.))

سرچينې زياته کړې چې د خپلمنځي جګړو پلوي نه کوي، خو له خپل ځان او ولس څخه دفاع خپل شرعي او مسلم حق ګڼي.

د يادونې ده چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر مړينې ورروسته کله چې ملا اختر منصور د مشر په توګه وټاکل شو، د نو د ملا عمر د کورنۍ او ملا رسول په ګډون ګڼ شمېر طالب مشرانو له ملا منصور سره مخالفت وکړ.

خو وروسته د ملا عمر کورنۍ له ملامنصور سره بيعت وکړ، خو ملا رسول خپله جلا ډله جوړه کړه او په فراه، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې يې له ملا منصور ډلې سره نښتې هم کړې دي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.