ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له زده کوونکو د پيسو غوښتل غير قانوني دي”

“له زده کوونکو د پيسو غوښتل غير قانوني دي”

author avatar
27 May 2016 - 11:15
“له زده کوونکو د پيسو غوښتل غير قانوني دي”
author avatar
27 May 2016 - 11:15

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٥): د پوهنې وزارت په دولتي ښوونځيو کې له زده کوونکو د پيسو غوښتنې د اندېښنو په اړه په خپل غبرګون کې ويلي چې دغه غوښتنې که تر هر نوم لاندې وي نو غير قانوني دي او بايد د پاى ټکى ورته کېښودل شي.

په کابل کې د يو شمېر دولتي ښوونځيو زده کوونکي وايي چې يو شمېر مديران او ښوونکي د ښوونيز کال په پيل کې له دوى غواړي چې د ښوونځي د ترميم لپاره پيسې ورکړي او د ټولګيو په ترميم، رنګولو، سرمېزيو او يا پردو پېرلو کې ونډه واخلي.

د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې د ملکه ثريا لېسې يوې زده کوونکې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې د ټولګي ښوونکي يې د روان کال په پيل کې دې او نورو ټولګيوالو ته وويل چې بايد خپل ټولګى رنګ کړي.

هغې زياته کړه: “د رنګمال له کار پرته درې زره افغانۍ کېدې چې له موږ يې په زور واخيستې او له هغه وروسته له موږ څخه په ښوونځي کې وغوښتل شول چې د پردو او سرمېزيو لپاره دوه زره افغانۍ راټولې کړو.”

يادې زده کوونکې زياته کړه چې په دې وروستيو کې د ښوونځيو مسوولانو له ټولو زده کوونکو غوښتي چې د هر ټولګي زده کوونکي بايد د رنګ او د ښوونځي دېوالونو د نقاشۍ لپاره درې زره افغانۍ راټولې کړي.

هغې د دغه شکايت تر څنګ وويل: “يواځې زموږ په ټولګي کې داسې کسان شته چې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري، ان تر اوسه پورې يې کتابچې او قلمونه نه دي اخيستي، جامې يې تر دې حده زړې شوې چې نور د اغوستو قابليت هم نه لري.”

پر دې سربېره د پژواک خبريال په اتفاقي ډول د يادې لېسې يو ټولګى وټاکه او د مدير، سرمعلم او د دغه ښوونځي د يو شمېر ښوونکو په حضور کې يې له زده کوونکو وغوښتل چې په کاغذ کې د خپل هويت له يادولو پرته په دې اړه معلومات وړاندې کړي.

د دغه ټولګي د ٣٠ زده کوونکو له ډلې يې ١٤ زده کوونکو ليکلي وو چې له دوى څخه د رنګ، سرمېزيو او پردو د پېرلو لپاره پيسې غوښتل شوې او يو شمېر يې بيا هېڅ هم نه و ليکلي.

ماريا معاني د هغو کسانو له ډلې ده چې تېر کال يې د کابل ښار د دويمې ناحيې د اريانا له لېسې څخه د دوولسم ټولګي د فراغت سند ترلاسه کړى، وويل: “ښوونځي کې به يې له موږه له ٢٠ تر ٥٠ افغانيو اخيستې. کله چې په لسم ټولګي کې وم، له موږ غوښتنه وشوه چې د ښوونځيو د اړتياوو لپاره پيسې ورکړو او ما چې نه درلودې د پيسو له ورکړې مې ډډه وکړه، خو استاد بيا زه د نورو په مخ کې ودرولم او راته يې وويل چې ته په لسم ټولګي کې يې او پنځه افغانۍ نه لرې؟”

د يادې لېسې يوې بلې زده کوونکې مريم وويل چې هغه هم ورته تجربه لري او له هغې غوښتل شوي، چې د ښوونځي د سرميزيو، پردو او کثافات (خځلو) دانۍ لپاره پيسې ورکړي.

د ملکه ثريا لېسې ته په ورته اقدام کې د اريانا لېسې له يوه ټولګي هم وغوښتل شول چې د کاغذ پر مخ له خپل هويت ذکرولو پرته په دې اړه معلومات وليکي.

د ٣٠ زده کوونکو له ډلې يې ډېرو ويلي چې له دوى څخه د ښوونځي د ترميم په موخه پيسې غوښتل شوې دي.

خو د ثريا لېسې مديرې رحيمې ارين وويل چې له زده کوونکو د ښوونځي د چارو لپاره د پيسو غوښتنې په اړه شوې ادعاوې ناسمې او له توره ډکې دي.

هغې زياته کړه: “له موږ سره ډېرې مرستې د ولسي شوراګانو لکه د زده کوونکو د والدينو، مخورو اشخاصو او د ناحيې د وکيلانو له لوري کېږي. دغې شورا د ټولګيو د رنګولو لپاره له موږ سره مرسته وکړه او موږ له زده کوونکو يوه افغانۍ هم نه ده اخيستې.”

د اريانا لېسې مديرې جميلې شريف هم د پيسو د اخيستو په اړه هر ډول ادعا رد کړه او ويې ويل: “که چېرې کوم زده کوونکى په خپله غوښتنه ټولګى رنګ کړي، نو د ښوونځي اداره يې مخنيوى نه کوي.”

مېرمن شريفې ورته مهال وويل، احتمال لري چې يو شمېر زده کوونکي له ښوونځي سره د مرستې په بهانه له خپلو ميندو او پلرونو پيسې واخلي.

خو د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرداد پژواک ته وويل چې دغه وزارت د زده کوونکو له لوري هم په دې اړه شکايتونه ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه چې دغه قضيه يواځې په دولتي ښوونځيو پورې اړوند نه ده او ان په يو شمېر خصوصي ښوونځيو کې هم په بېلابېلو بهانو پيسې راټولې شوې دي.

د پوهنې وزارت وياند د دا ډول پيسو ترلاسه کول غير قانوني وبلل او زياته يې کړه: “د سوداګرو او هغو والدينو په ګډون چې مالي وړتيا لري، هر څوک کولى شي په رضاکارانه ډول په يوه روڼ ميکانيزم کې د ښوونځيو په ترميم او تجهيز کې ونډه واخيستلى شي، خو له زده کوونکو په هره بهانه د پيسو ترلاسه کول غير قانوني دي؛ ځکه په دې برخه کې اجبار شتون لري.”

مهرداد زياته کړه: “په دې اړه شکايتونه شوي او تر دې چې ويل شوي چې د پيسو د نه ورکړې پر مهال د زده کوونکو د حاضرۍ خانې هم قيد شوې دي.”

هغه څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت د دغو قضيو د څېړنې په حال کې دى او دغه قضيې به په جدي توګه وڅېړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.