کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٥): د هرات امنيتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو څلور سرحدي پوليس وژلي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه شمېر سرحدي سرتېري نن له غرمې وروسته د هرات ښار شمال لوري ته د تورغونډۍ په ښارګوټي کې د طالبانو د کمين په پايله کې وژل شوي دي.
فرهاد زياته کړه، دغه څلور پوليس هغه مهال د طالبانو له کمين سره مخامخ شول چې خپلې پوستې ته يې غذايي توکي لېږدول.
د هرات والي د وياند د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د پوليسو پر رينجر موټر له بريد وروسته ياد څلور پوليس وژلي او له هغه وروسته يې د سرحدي پوليس رينجر موټر هم سوځولى دى.
فرهاد زياته کړه، يادې سيمې ته د قضيې د څېړلو په موخه د بېلابېلو بنسټونو پلاوى لېږل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن