ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: پکتيا کې ١٩ وسله وال  وژل شوي

چارواکي: پکتيا کې ١٩ وسله وال وژل شوي

author avatar
14 Jun 2016 - 15:54
چارواکي: پکتيا کې ١٩ وسله وال  وژل شوي
author avatar
14 Jun 2016 - 15:54

ګردېز(پژواک،٢٥غبرګولى٩٥):د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په دوه ولسواليو کې ١٩ وسله وال  مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

په پکتيا کې د افغان ځواکونو د ګډې همغږۍ قوماندان جنرال محمد ولي ځاځي د غبرګولي په ٢٥مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې دوه ورځې وړاندې په سيدکرم او زرمت ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پوځي عمليات پيل شوي وو.

نوموړي وويل چې د دې عملياتو په لړ کې د سيد کرم ولسوالۍ د کوه سين په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د دولت ۱۲  وسله وال مخالفين و وژل شول.

هغه وويل چې په دې بريد کې د وسله والو مخالفينو يو ميل زيګويک، يو عراده سرف موټر، يو عراده سراچه موټر او ځينې نورې وسلې هم له منځه تللې دي.

دغه راز هغه وويل چې ګډو افغان ځواکونو بيا په زرمت ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د دولت ۷   وسله وال مخالفين وژلي دي.

هغه وايي چې په زرمت کې د عملياتو پرمهال څلور وسله وال مخالفين ټپيان شوي او دوه تنه يې له ۹ کړۍ ماينونو سره ژوندي نيول شوي دي.

د زرمت ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خان محمد پژواک ته وويل چې په تېرو دوه ورځو کې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړې روانې وې.

هغه وايي چې په دې جګړو کې ښکيلو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه ويلي.

خو د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي د پکتيا ولايت په احمد ابا او لجه منګل ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

هغه وايي چې په دې نښتو کې طالبانو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.