کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): د ملي امنيت شورا وايي چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې په ښه توګه پر مخ روانې دي او هغوى هېڅ ډول نوي شرايط نه دي وړاندې کړي.
د افغانستان د حکومت او د انجنير حکمتيار تر منځ د سولې خبرې له تېرو څو مياشتې روانې وې، تېره مياشت دا خبرې پاى ته ورسېدې او د سولې د تړون متن د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا د حکومت او حزب اسلامي استازو ته د ارزونې لپاره وسپارل شو.
په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوې چې د حزب او حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې ستونزې پيدا شوې او حزب اسلامي نوي شرايط وړاندې کړي دي.
خو د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې له حزب سره د حکومت د سولې خبرې په ښه توګه پر مخ روانې دې.
د امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال هيله څرګنده کړه چې دا خبرې به ډېر ژر وروستي پړاو ته ورسېږي.
غورځنګ هغه اوازې او راپورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې حزب اسلامي نوي شرايط وړاندې کړي او وايي چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.
بلخوا له حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنير امين کريم هم دا اوازې او راپورونه رد کړي او ويلي یې دي، دا د هغو کسانو هڅه ده چې له سولې سره مخالف دي.
هغه زياته کړه چې ځينې تخنيکي ستونزې شته چې په دوو درېيو ورځو کې به هوارې او د سولې سند به لاسليک ته چمتو شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن