پل علم (پژواک، ۳ زمری ۹۵): په لوګر کې د برېښنا شرکت چارواکي وايي، ځينې دولتي ادارې د برېښنا د لګښت له امله يوولس ميليونه افغانۍ پوروړې دي.
په لوګر کې د برېښنا شرکت رييس نورالدین ستانکزي د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مقام، د استيناف محکمه، د ملي امنيت رياست او يو شمېر نورې ادارې د برېښنا د لګښت له امله، يوولس ميليونه افغانۍ له تېر يوه کال راهيسې د دې شرکت پوروړې دي.
ده زياته کړه: ((زموږ اداره یو تصدي ده، د خپلو کارکوونکو معاشونه، د جنراتورونو تېل او د ادارې نورې اړتیاوې له خپلو عوایدو څخه ورکوو، خو دا چې ځینې دولتي ادارې مو په میاشتو پیسې نه راکوي، دا کار موږ له ستونزو سره مخامخ کوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د برېښنا شرکت په دې ولايت کې د دولتي ادارو ترڅنګ ١٧سوه کورنيو او سوداګريز ساحو ته برېښنا ورکړې ده.
ستانکزی وایي: ((زموږ د هر کیلو واټ برېښنا بیه د دولتي ادارو لپاره ۴۵ افغانۍ او د تجارتي ساحو او هټۍ والو لپاره ۳۴ افغانۍ او د کورنیو لپاره ۲۵ افغانۍ ټاکل شوې چې د ورځې او شپې له مخې ورته دوولس ساعته برېښنا ورکول کېږي.))
د ده په وينا، له پوروړو ادارو څخه يې څو ځلې په مکتوبي ډول د پيسو د تحويلولو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.
هغه زياته کړه، يواځې د ولايت مقام د برېښنا ادارې پنځه ميليونه افغانۍ پوروړى دى.
نوموړي له پوروړو ادارو غوښتنه وکړه چې ډېر ژر خپلې پيسې تحويل کړي، که نه د برېښنا شرکت به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل، د ولايت مقام او ځينې نورې ادارې د برېښنا د شرکت پوروړې دي.
هغه زياته کړه: ((موږ په دې پور منکر نه يو او نه هم د برېښنا له شرکت سره زور زياتى کوو، خو دا پيسې پخوانۍ دي او په وخت سره به ورکول شي.))
صالح وايي، په لوګر کې د برېښنا رياست له لوري دولتي ادارو ته برېښنا په لوړه بيه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د ولايت مقام او نورو رياستونو ته د برېښنا د لګښت لپاره کمې پيسې ورکول کېږي.
نوموړي د بېلګې په توګه وويل: ((موږ ته په درېيو مياشتو کې د برېښنا لپاره ٣٠زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي، په داسې حال کې چې موږ په درېيو مياشتو کې ٣٥٠زره افغانۍ لګښت کړى دى.))
په لوګر کې د برېښنا شرکت نورو پوروړو ادارو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
دا مهال په لوګر کې ټوله برېښنا جنراتوري ده، خو په دې وروستيو کې له کابل څخه لوګر ته د وارداتي برېښنا غځولو چارې پيل شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن