کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د چين دفاع وزير له افغانستان څخه مننه کړې چې په خپل هېواد کې د چين حکومت ضد وسله والو سره جګړه کوي.
د چين دولتي رسنيو د خبر له مخې چې د زمري په ١١مه، خپور شوى، د دغه هېواد د فاع وزير چانګ وانقوان پرون په بيجنګ کې د افغانستان له لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې، ددې ليدنې پر مهال د چين دفاع وزير له افغانستان څخه مننه کړې چې ځواکونه يې په خپله خاوره کې د چينايي وسله والو پر ضد مبارزه کوي.
د يادونې ده چې د چين ختيځ ترکستان اسلامي تحريک د سينګيانک ايالت د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او ځينې وسله وال يې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې روزنيز مرکزونه لري.
چين دا اندېښنه لري چې په افغانستان کې د نا امنيو لړۍ به دغه هېواد ته وغځيږي او وسله وال به دوى ته سرخوږى پيدا کړي.
د ملګرو ملتونو او امريکا لخوا د چين ياده ډله د ترهګرو ډلو په لېست کې هم شامل کړاى شوې ده .
د چين دفاع وزير ويلي: (( زه له افغانستان څخه مننه کړم چې د يادې ترهګرۍ ډلې پر ضد اغېزناکه مبارزه کوي .))
نوموړي هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د امنيتي ځواکونو ترمنځ اړيکې به نورې هم پياوړې شي .
سرچينه کاږي، د افغانستان لوى درستيز جنرال شهيم ددې ليدنې پر مهال يو ځل بيا ژمنه کړې چې د ختيځ ترکستان ډلې پر ضد به خپلو مبارزو ته ادامه ورکړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن