ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په روان کال کې ٨٦ کوچني او منځني کانونه خصوصي سکتور ته سپارل شوي

author avatar
2 Aug 2016 - 16:39
author avatar
2 Aug 2016 - 16:39

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د کانونو او پټروليم وزارت اعلان وکړ چې په روان کال کې يې ٨٦ کوچني او منځني کانونه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خصوصي سکتورو ته سپارلي او ټاکل شوې چې د څلورو نورو سترو کانونو قراردادونه ډېر ژر لاسليک شي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محى الدين نوري دغه خبر نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته څرګند کړ.

هغه وويل چې د ٨٦  کوچنيو او سترو کانونو  قراردادونه په تېرو څلورو مياشتو کې له بېلابېلو غير دولتي شرکتونو سره لاسليک شوي څو چې دغه کانونه له قانون سره سم ګټې ته وسپارل شي.

د نوري په خبره، یاد کانونه چې ګاز، مالګه، د ډبرو سکاره، مرمر ډبرې، تالک ډبرې، کرومايټ، ګچ، ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرې او ودانيزې ډبرې په کې دي، د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې شتون لري.

د کانونو وزارت وياند څرګنده کړه چې دغه قراردادونه د روڼتيا اصل، کنټرول او د دولت خصوصي برخې ته د ګټې رسولو موضوع په پام کې نيولو سره شوي دي.

د نوري د معلوماتو له مخې، د دغو قراردادونو په بشپړې اجرا سره به د هېواد د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو ته  څه باندې دوه زره مستقيم کاري فرصتونه او له ١٠ زرو زيات غير مستقيم کاري فرصتونه رامنځته شي.

خو په مالي برخه کې د روڼتيا اصل پر رعايت د ولسمشر پر هميشني ټينګار سربېره هم د کانونو وزارت وياند د دغو قراردادونو ارزښت له دې لارې د حکومت د احتمالي مالي کچې په اړه معلومات ورنه  کړل.

د محى الدين نوري په خبره، د افغانستان د څلورو سترو کانونو  لکه د سرپل د بلخاب مس، د هرات شيدايي مس، د بدخشان سره زر او د غزني د زرکسشان سرو زرو کانونو قراردادونه بشپړ شوي او د نهايي تاييد لپاره د اقتصاد عالي شورا ته استول شوي دي.

پر دې سربېره نوموړي وويل چې د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ د ګچ ډبرو کان، د کندهار د دامان ولسوالۍ د ګچو کان، د غزني د ناور د ګچو کان، د چمتال او د بلخ د خلک د ګچو کان، د باميان د يکاولنګ ولسوالۍ د ګچو کاناو ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د ګچ ډبرو کان  قرار دادونه يې هم داوطلبۍ ته وړاندې کړي دي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې د کانونو د امنيت خوندي کولو ګډې امنيتي کمېې د روان کال له پيل نه د ١٢٠ کانونو د غير قانوني استخراج مخنيوى کړى او همدارنګه ٦٤ د لاجوردو لارۍ چې په غير قانوني ډول پاکستان ته لېږدول کېدې، د دې کمېټې له خوا کشف او ضبط شوي دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.