ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هوايي پوهنتونه ١٩٥ کسان فارغ شول

له هوايي پوهنتونه ١٩٥ کسان فارغ شول

author avatar
1 Sep 2016 - 14:24
له هوايي پوهنتونه ١٩٥ کسان فارغ شول
author avatar
1 Sep 2016 - 14:24

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۹۵): د افغانستان د ملي دفاع وزارت له هوايي پوهنتونه د يوې نجلۍ په ګډون ٩٠ پيلوټان او ١٠٥ تنه د الوتکو د تخنيک انجنيران فارغ شول.

دغو کسانو ته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په ياد پوهنتون کې چې د کابل ښار هوايي ډګر ته څېرمه موقعيت لري، د فراغت سندونه ورکړل شول.

د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان تورن جنرال محمدنبي احمدزي په دغو مراسمو کې وويل چې دغو کسانو يو کال مسلکي زده کړې کړې دي.

هغه وويل: “د تېرو جګړو پر مهال د افغانستان هوايي ځواک ډېر زيانمن شوی و، تر هغې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ په لومړينو کلونو هم هوايي ځواک ته ډېره توجه ونه شوه، خو له ۲۰۰۸ کال راپه دېخوا د هوايي ځواک د پياوړتيا لپاره هڅې پيل شوې دي.”

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې دا مهال افغان هوايي ځواک پرمختللې الوتکې او چورلکې لري.

هغه فارغ شوو بريدملانو ته په خطاب کې وويل: “د ځمکنيو ځواکونو بريا د هوايي پوځ په ملاتړ پورې تړلې، هر څومره ژر چې ځمکنيو ځواکونو ته هوايي مرستې ورسېږي، هومره ژر کولای شي دښمن مات کړي.”

د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان ډګر جنرال عبدالوهاب وردګ فارغانو ته وويل: “تاسو د وسله وال پوځ تر ټولو مهم کسان ياست؛ ځکه چې ځمکني ځواکونه ستاسو له ملاتړ پرته نه شي کولاى د دښمن سيمه ژر تر خپل کنټرول لاندې راولي.”

هغه زياته کړه، هوايي ځواک د پرمختګ په حال کې دى او په دې برخه کې پياوړي او مسلکي انساني ځواک ته اړتيا ده.

د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک د قوماندانۍ سلاکار جنرال هيکس (Hicks) هم وويل چې د افغانستان هوايي ځواک پرمختللې پوځي چورلکې او الوتکي لري، خو اړتيا ليدل کېږي چې په دې برخه کې پر انساني ځواک هم تمرکز وشي.

هغه وويل چې دا مهال د بهرنيو سلاکارانو او روزونکو تر څنګ په افغانستان کې هم د هوايي ځواک مختصصين شتون لري او بايد نوي فارغ شوي کسان د هغوى له تجربو او زده کړو ګټه واخلي.

د هوايي پوهنتون د عامه اړيکو مسوول ډګرمن احمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ٩٠ تنه د چورلکو او الوتکو پيلوټان دي او کولاى شي چې په برياليتوب سره الوتنې ترسره کړي.

فارغې شوې پيلوټه مرضيه وايي: “وياړم چې د هېواد هوايي ځواک يوه سرتېرې يم او په دې برخه کې مې مسلکې زده کړې کړې، چمتو يم چې له خپل هېواد او خپلې خاورې دفاع وکړم.”

د دې په وينا، دا چې د هېواد په هوايي ځواک کې د نجونو شمېر ډېر کم دی، غواړي نورو نجونو ته وښيي چې مېرمنې هم کولای شي په هره برخه کې خپل هېواد او خپلې خاورې ته خدمت وکړي.

د هوايي پوهنتون د چارواکو د معلوماتو له مخې، له ياد پوهنتون څخه په لومړۍ دوره کې ١٨٤ تنه دويم بريدملان فارغ شوي او دا مهال د پنځو نجونو په ګډون ۱۸۰ تنه په کې په زده کړو بوخت دي.

ياد پوهنتون په ١٣١٨ هجري لمريز کال کې د هوايي ښوونځي په کچه جوړ او په ١٣٥٨ کال کې د هوايي پوهنتون کچې ته لوړ شو.

د پوهنتون د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پوهنتون له ١٣٧١ کال وروسته د کورنيو جګړو پر مهال له فعاليته ولوېد، خو وړم کال بېرته فعال شو او تر بيا فعال کېدو وروسته يې ياد ١٩٥ تنه دويمه دوره فارغان دي.

له دغه پوهنتون څخه تر بيا فعالېدو وروسته په لومړى دوره کې ١٨٤ تنه فارغ شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.