جلال اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي، په نازيانو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درېيو پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د نازيانو په لنډۍ سيمه کې د چسپکي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، ولسي پاڅون کوونکي په کرولا موټر کې سپاره وو، چې ماين پرې چاودلى او په ترڅ کې يې دوه ولسي پاڅونوال وژل شوي او يو ژوبل دى.
د دې پېښې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن